IQNA

14:50 - August 09, 2026
د خبر لمبر: 3493154

اسلامي نړۍ دې د اسرائیلو د ګډ ګواښ پر وړاندې سره متحده شي

 د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم  زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.

خواجه آصف

د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له یوه پاکستاني ټیلويژني چینل سره په مرکې کې، چې د جمعې په ورځ په مکې مکرمې کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د مشرانو ترمنځ د لاسلیک شوي ګډ دفاعي تړون په اړه ئې خبرې کولې، وویل:  دا د پرمختګ پر لور  یو ګام دی او د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره یو فرصت دی، څو   په دوه‌اړخیزو او  د هغو  په پراخو ننګونو باندې ارزونه وکړئ شو.

هغه ټینګار وکړ؛د دغه دفاعي تړون دروازې د نورو هېوادونو پر وړاندې تړلې نه دي او مونږ باید داسې یو بنسټ رامنځته کړو چې د یووالي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې زمینه برابره کړي.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه:  د اسرائیلي  رژیم  موجودیت د بریتانیا د بالفور اعلامیې پایله ده او مونږ پوهېږو چې اسرائیلیانو په تېرو  اتو لسیزو کې څنګه د فلسطینيانو د  ځمکو لوټلو او نیواک ته دوام ورکړی دی؛ نو اسرائیل زمونږ د ټولو لپاره یو ګډ ګواښ دی او باید ورسره مقابله وکړو.

هغه وویل چې د مکې تړون  د اسلامي او وروڼو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اختلافاتو د حل لپاره په یوه فرصت بدل شي. د  مثال په توګه  نن سبا  له بده مرغه وینو چې ځینې اسلامي هېوادونه په سوډان کې د  ښکیلو  ډلو ملاتړ کوي؛ نو باید د پرمختګ پر لور حرکت وکړو.

د پاکستان دفاع وزیر په دوام کې ټینګار وکړ چې اسرائیلي رژیم د اسلامي حکومتونو ترمینځ له اختلافاتو ګټه پورته کوي؛ نو زما په اند، اسلامي نړۍ باید د مکې دفاعي تړون د یووالي او انسجام لپاره د یوه بنسټ په توګه وګڼي.

 د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې مشرانو، شهباز شریف، محمد بن سلمان او رجب طیب اردوغان، د جمعې په ورځ په مکه مکرمه کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، د دغو درو هېوادونو په هر یوه  هیواد هر ډول تېری او وسله‌وال برید، پر ټولو درو واړو  هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4368642

captcha