ایکنا- یو فرانسیسی فعال سباستین، د ترکیې په اډانه ښار کې د «فلسطین کاروان» په نوم د همپالنې په حرکت کې د ګډون پر وخت د شهادتینو په ویلو سره مسلمان شو او د ځان لپاره ئې د «یوسف» نوم غوره کړ.
د ایکنا د راپور له مخې، یوسف د «فلسطین کاروان» د همپالنې په پروګرام کې ګډون کړی و. دغه کاروان خپل حرکت له بوسنیا څخه پیل کړی و. هغه خپله وینا په درود او سلام سره پیل کړه او د فلسطین له مسئلې سره د ترکیې د خلکو د ملاتړ او همپالنې له امله یې له هغوی څخه مننه وکړه.
هغه وویل چې د دې کاروان ګډونوال د ورورولۍ او همپالنې د روحیې د پیاوړتیا لپاره راټولېږي او په غزه کې د نسلوژنې د درولو او په لوېدیځه غاړه کې د نیواک پای ته د رسولو پر اړتیا ټینګار کوي.
له وینا وروسته، یوسف د «الله اکبر» تکبیر چغه کړه او حاضرینو هم له خوښۍ او ځوږ څخه په ډکې فضا کې د هغه تکبیر تکرار کړ.
ګډونوال خوښ وو چې د هغه د مسلمانېدو مبارکي ورکړي او خپل ملاتړ ترې څرګند کړي.
«د فلسطین نړیوال وجدان کاروان» چې د بېلابېلو هېوادونو له فعالانو جوړ دی، په ترکیې کې د خپلو فعالیتونو له پای ته رسولو وروسته هم د فلسطین له خلکو سره د همپالنې د څرګندولو په موخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دغه کاروان د جولائی په وروستیو کې د بوسنیا او هرزګوینا له سربرنیتسا ښار څخه خپل حرکت پیل کړی او پلان لري چې د اوو هېوادونو له لارې په ۲۵ شپو ورځو کې د لوېدیځې غاړې پر لور حرکت وکړي.
دغه حرکت د فلسطین له ملت سره د همپالنې د څرګندولو په موخه ترسره شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4368409