چین - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د ایران،پاکستان،برازیل،سنګال او ایکواډور پشمول دنړۍ د څوارلسو هیوادونو د ډپيپلوماټآنو یو پلاوی د چین د مسلمان میشته سیمې سین کیانګ ته ورغلې او له خلکو سره لیده کاته کړي دي.
د خبر لمبر: 3487265    خپرونې تاریخ : 2023/05/01

ایکنا-(تهران)  د افغانستان په باب د ازبکستان په سمرقند کې په غونډې کې ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو چې «د ټولګډون حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعلیم د فرصتونو برابرول او د لږکیو د حقونو ضمانت کول» پکې شامل دي، بحثونه وکړل.
د خبر لمبر: 3487185    خپرونې تاریخ : 2023/04/14

ایکنا-(تهران)د ایران اوعربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه کتنه د دوې ترمینځ د ټیلي فوني خبرواترو له دریو پړاونو وروسته ترسره کیږي چې پکښې د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د اقداماتو او د موافقې د اجرا لپاره راتلونکي ګامونه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تیرو موافقو اجرا کول او فعالول پکښې شامل دي.
د خبر لمبر: 3487141    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-ټ(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي وویل د مرکزي اسیا یوشمیر هیوادونه هم دلچسپۍ لري د افغانستان له لارې له ګوادر بندر سره وصل شي.
د خبر لمبر: 3487060    خپرونې تاریخ : 2023/03/19

د ۲۰۲۳ کال د سمندري امنیت کمربند تر عنوان لاندې د ایران، چین او روسیې ګډې سمندري مانورې پراخ نړیوال انعکاس موندلی او د نړۍ ټولو رسنیو ورته د وړومبي خبر په توګه کوریج ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487046    خپرونې تاریخ : 2023/03/16

ایکنا-(تهران)د ایران اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان پاچائۍ سره موافقه کړې ده ،کابو تر دوو میاشتو پورې  خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيل کړي او سفارتونه او نمایندګۍ پرانیزي.
د خبر لمبر: 3487014    خپرونې تاریخ : 2023/03/11

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هیله وښودله چي د ایټمي انرژۍ نړیوال اژانس د مسلکي چلند په غوره کولو او د بې پلویتوب د اصل په رعایتولو سره، په قانون باندې د ایران د ژمنتیا او د ایران د سوله ایز ایټمي فعالیتونو په هکله حقیقت بیان کړي.
د خبر لمبر: 3486991    خپرونې تاریخ : 2023/03/05

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئسي نن په بیجینګ کې له رسمي هرکلی وروسته د چین له ولسمشر شی جی پینګ سره په  لومړنۍ غونډه ترسره کړه او د دواړو هیودونو داړیکو په لاپیاوړتیا ئې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486901    خپرونې تاریخ : 2023/02/14

ایکنا-(تهران)باؤری خبری سر چین ې وائي،امریکا او اروپايي هیوادونه سوریې ته د مرستو د رسولو مخه نیسي او دا په داسې حال کښې دي چې ترکیې ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو مرستې رسیدلي دي.
د خبر لمبر: 3486883    خپرونې تاریخ : 2023/02/11

ایکنا-(تهران)ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرامیرعبداللهیان په انقره کې د ترکیې له خارجه وزیر چاووش اوغلوسره په ګډ خبری کنفرانس کې په افغانستان کښې د بدلونونو او له زده کړې او کار څخه د میرمنو او نجونو په بې برخې کولو کښې د افغانستان د موقته حکومت کړنلاره  د اسلام د مبین دین له رحماني نظر سره په ټکر کښې وبلله.
د خبر لمبر: 3486769    خپرونې تاریخ : 2023/01/18

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه پیغام کې ګواښ کړی،د ایران له لوری به د نړیوالې ایتمي موافقې کړکې د تل لپاره نه خلاص نه وي او باید له دغه فرصته دې مقابل لوری استفاده وکړي.
د خبر لمبر: 3486648    خپرونې تاریخ : 2022/12/24

ایکنا-(تهران) د تهران دجمعې لمانځه خطیب  آيت الله سید احمد خاتمي د جمعې لمانځه په خطبو کې اروپائي اتحادیه  او امریکا د بشری حقوقو د خلاف ورزي کونکو په سر کې وبلل او ټينګار ئې وکړ، د چین ولسمشر  او نور هیوادونه دې پوهه شي چې اسلامی ایران پخپلې مځکنۍ بشپړتیا  کې هیچا سره ټوکې نه کوي.
د خبر لمبر: 3486609    خپرونې تاریخ : 2022/12/16

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام په ضرورت کښې له هیڅ لوري سره تعارف نلري.
د خبر لمبر: 3486583    خپرونې تاریخ : 2022/12/11

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنې کې د تهران او اسلام آباد د اړیکو په مهم بللو سره وویل: ایران له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ وحدودیّت نه لري.
د خبر لمبر: 3486228    خپرونې تاریخ : 2022/09/16

ایکنا-(تهران) دافغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت  سربرست امیر خان متقي په کابل کې په یوه سمینار کې  ووئيل، دافغانستان به فضا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو الوتونه،د دوحې دموافقې  او د افغانستان د هوائي حریم خلاف ورزی ده او واشنګټن دې دغه کار پاي ته ورسوي ګني،نو دنتیجو به ئې پخپله زمه وار وي.
د خبر لمبر: 3486193    خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا-(تهران)د ایران  د ایټمي مرکچي ټیم سلاکارد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دروانو خبرو اترو یوه موخه  د امریکا لپاره  له دغې نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو دلګښت زیاتیدل وبلل.
د خبر لمبر: 3486117    خپرونې تاریخ : 2022/08/17

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت د اروپا له لوري وړاندې شوی متن ته په لیکلي ډول ځواب ورکړي او ویلي چي که امریکا نرمښت وښیي او حقیقت درک کړي موافقه به تر لاسه شي.
د خبر لمبر: 3486114    خپرونې تاریخ : 2022/08/16

تهران (ایکنا)-  د امریکا  خزانې وزارت ،  د اسلامی ایران په ضد د واشنګټن دغلیمانه اقداماتو په دوام کې  بیګا  دڅو ایرانیو اورګانونو او کسانو په ضد بندیزونه لګولي دي .
د خبر لمبر: 3485623    خپرونې تاریخ : 2022/03/31

تهران (ایکنا) –د ایران خارجه وزیر  امیر عبداللهیان ټینګار وکړ، چې مونږ ټول باید  هڅه وکړو ،څو افغانستان یو ځل بیا  د  پوځي او سیاسی کشمکشونو  او نښتو په ډګر بدل نشي . بې شکه دافغانستان ولس  او ګاونډي هیوادونه به ددغه شان ورانونکو نتیجو لومړني قرباني وي .
د خبر لمبر: 3485620    خپرونې تاریخ : 2022/03/31

تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان  د چین په تونشي ښار کې دافغانستان د ګاونډیانو په دریمې غونډې کې پخپلې وینا کې په افغانستان کې د  یوه ملی ټولشموله حکومت د یوه سیمه ایز داخلی میکانزم جوړیدا ضروري وبلله .
د خبر لمبر: 3485619    خپرونې تاریخ : 2022/03/31