شهیدان - پاڼه 10

IQNA

بچوې
ایکنا -  د الازهر شیخ په یوه پیغام کې د فلسطینئ مجاهدې ډاکټرې «آلاء النجار» د ۹ اولادونو د شهادت په غم کې خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار ئې وکړ چې د نړۍ پتمن به د دغه وحشډوله اقدام او  بې‌عدالتۍ  اړخونه  هیڅکله هیر نکړي.
د خبر لمبر: 3491183   خپرونې تاریخ : 2025/05/27

ایکنا - د هندوستان ځینو کلیوالو سیمو ته د مسلمانانو پر ورتلو  بندیز لګوي او هغوی له اقتصادي پلوه بایکاټوي. 
د خبر لمبر: 3491175   خپرونې تاریخ : 2025/05/26

ایکنا – شیخ الازهر احمد الطیب،  له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې تړانګې د سخت بشري بحران د درولو لپاره دې سمدستي او عملي ګامونه پورته کړي.
د خبر لمبر: 3491164   خپرونې تاریخ : 2025/05/24

د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره لیدنه
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د د وخت د خدای بخښلي ولسمشر  شهیدابراهیم  رئیسي او د خدمت  د نورو  شهیدانو له کورنيو سره په لیدنې کې، د خدای بخښلی ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو  په تشریح کولو سره وفرمایل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او د په ستړي کېدونکي هڅو سره ئې  خلکو او د ملت عزت او اعتبار  ته خدمت وکړ او دا  لاره او روده  زموږ  د ټولو مسئولانو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوي درس دی.
د خبر لمبر: 3491148   خپرونې تاریخ : 2025/05/20

د مقاومت ډیپلماسۍ سمینار او ولسمشر
ایکنا - نن سهار د «مقاومت ډیپلماسۍ،نړیوال سمینارکې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پخپلې وینا کې وویل؛شهید رئیسي او د خدمت نورو شهیدانو یو کال وړاندې د خلکو د خدمت او عدالت د ټینګولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه زیاته کړه: که دغو شهیدانو  رشوت  او بډې رشتونه اخیستی وای یا د امریکا د ولسمشر په څېر کارونه ئې کړي وای، نو بیا به  ژوند ساده   نه وای. دا قدرمن کسان  په ساده ژوند، صداقت او خلکو ته په نږدېوالي کې مشهور دي او دا ځانګړنې په آسانۍ د دوي په ژوند کې لیدل کېږي.
د خبر لمبر: 3491138   خپرونې تاریخ : 2025/05/19

ایکنا - د عربي مشرانو څلور دېرشمه غونډه پرون شنبې ورځې  یعني د غواي د میاشتې په  ۲۷ ،په بغداد کې پیل شوې ده   په داسې حال کې چې د غزې بدلونو سپړنه هم  د دغې ناستې  په ایجنډا کې شامله ده.
د خبر لمبر: 3491133   خپرونې تاریخ : 2025/05/18

ایکنا – د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د اتحادئې د مشرانو د پنځه ویشتمې غونډې په پایزې اعلامیې کې په غزې کې پر سملاسی اوربند،ددغې سیمې د کلابندۍ پر ختمیدا او د فلسطین  دملت له حقوقو پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3491125   خپرونې تاریخ : 2025/05/17

د ایران د پارلیمان مشر دانډونیشیا د جمعې لمانځه دستورې
ایکنا – محمد باقر قالیباف  د انډونیشیا د جکارته ښار دجمعې لمانځه په دوه لکه کسیزټول کې  ووئيل؛ د مونږ مسلمانانو نننئ دنده وحدت او اتحاد دی او باید  د نړۍ استکباري نظام ته اجازت ورنه کړو  دتاریخ ترټولو لویه نسل وژنې ته دوام ورکړي. 
د خبر لمبر: 3491122   خپرونې تاریخ : 2025/05/17

ایکنا - د متحده ایالاتود  زوړپالو لوري حکومت د فلسطینیانو د حقوقو د ملاتړ په وجه  د ۱۵۰۰ بهرنیو محصلینو تحصیلي ویزې لغوه کړې؛ دغه اقدام محصلین له لالهاندئ او د دوي په ورځني ژوند کې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي. 
د خبر لمبر: 3490987   خپرونې تاریخ : 2025/04/20

د الازهر جامع په جومات کې غونډه
ایکنا – د الازهر پوهنتون پخواني مشر  د الازهر جامع جومات  په اونیزې ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل؛د الاقصی جومات په ذکر سره د اسراء سورې پيل،ددې ښودنه کوي چې دغه  جومات د اسلامی هویّت یوه نه جلاکیدونکي برخه ده.
د خبر لمبر: 3490980   خپرونې تاریخ : 2025/04/19

ایکنا – د ؛روایت؛ د خط د نقاشۍ  د آثارو په نمایشګاه کې چې د غزې د بې دفاع او مظلومو خلکو د  مظلومیّت د روایتولو  په موضوع سره د  استاد محسن توسلي   آثار پکې شامل دي ، د اپریل د میاشتې له دولسمې نیټې  د مشهد  د رضوان په نګار خانې کې  پیل شوې او تر یوې اونۍ پورې ئې دوام درلود.
د خبر لمبر: 3490975   خپرونې تاریخ : 2025/04/18

ایکنا - د پاکستان په لکونو  خلکو د یکشنبې په مازدیګر  د کراچۍ په واټونو کې په پراخو لاریونونو سره  د فلسطین په غزې تړانګې کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه او بې آمانه بمبارئ  په سخته محکومې کړې او د فلسطین له ملت سره ئې خپل پيوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490963   خپرونې تاریخ : 2025/04/15

 ایکنا -د افغانستان  په مزارشریف کې د  شیعیانو له جومات سره نزدې په بم چاودنې کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3490959   خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا - د پاکستان په کراچۍ او څو نورو ښارونو او دغه راز د بنګله د یش په ډاکې کې په تیرو دوو ورځو کې د غزې تړانګې د مظلومانو په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو لاریونونه و کړل او د اسرائیلي محصولاتو د بایکاټولو غوښته ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3490956   خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا – په داسې حال کې چې دغزې جنګ هماغه راز  دوام لري، په امریکا کې د ؛پيو؛څیړنیز مرکز یوې نوي نظر غوښتنې  نتیجې،د صهیونیسټ رژيم په باب دامریکا دعمومی افکارو په لیدتوګې کې  د پام وړ بدلون رابرسیره  کوي.
د خبر لمبر: 3490941   خپرونې تاریخ : 2025/04/10

ایکنا – د مصر دارالافتاء  په یوې رسمي اعلامیې کې  د صهیونیسټي رژیم په وړاندې  وسلوال جهاد ته په دعوت مشتملې د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې  بلنې ته رسمي  غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3490939   خپرونې تاریخ : 2025/04/10

ایکنا -  له سرزورۍ سره دمبارزې په باب د مصر د الازهر اړونده  دفاعي برخې  د یوې اعلامیې په صادرولو سره ، د یوه جنګي جنایتکار په توګه د صهیونیسټي وحشي رژیم  د لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو  د نیولو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490910   خپرونې تاریخ : 2025/04/05

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د عربستان له ولی عهد سره په خبرو کې ووئيل،  د ایران اسلامی جمهوریت د متقابل  احترام او ګټو په اساس تعامل او د ځينو  تاؤتریخوالو د ختمولو په زمینې کې  خبرواترو ته تیار  دی.مونږ له هیڅ یوه هیواد سره کوم جنګ او شخړه نه لرو، البته  له خپل ځانه په دفاع کې  هم هیڅ شک هم  نه لرو او  په دې زمینې کې د مونږ چمتووالی او توانمنئ په ترټولو لوړه سویه دي.
د خبر لمبر: 3490908   خپرونې تاریخ : 2025/04/04

ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې لمونځ  د مجسد الحرام او مسجد جامع الازهر پشمول د نړۍ په مختلفو جوماتونو کې  د الاقصی او غزې لپاره له دعاګانو سره  یو ځای ؤ.
د خبر لمبر: 3490886   خپرونې تاریخ : 2025/03/30

ایکنا- د قدس ورځ، د بشریت لپاره د امام خمیني (ره) پروژه او د صهیونیزم د جنایتکارې ډلې پر وړاندې د نړۍ د آزادو خلکو د یووالي فرصت دی
د خبر لمبر: 3490884   خپرونې تاریخ : 2025/03/29