په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالسلام حنفي د ملګروملتو له یوه لوړپوړي مسئول مقام سره په کتنه کې ټینګار کړی دی، چی پرطالبانو باندې لګول شوي بندیزونو له افغانستان سره په بشري مرستو هم منفي اغېز کړی، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو له سرپرست حکومت سره د تعامل لار غوره کړي.
د خبر لمبر: 3487474 خپرونې تاریخ : 2023/06/14
د افغانستان دطالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، وویل: بهرنیان د افغانانو یووالي په نښه کوي او د خلکو تر منځ بې باوري رامنځته کوي.
د خبر لمبر: 3487470 خپرونې تاریخ : 2023/06/13
د پاکستان حکومت د دوو اړخیزو خبرواترو د بیرته پیلیدا لپاره د ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې غوښته رد کړه.
د خبر لمبر: 3487441 خپرونې تاریخ : 2023/06/07
ایکنا-(تهران) د پاکستان د ډیرو مهمو او پټو اطلاعاتو په غلا کولو کښې د اسرائیلي او روسي هیکرانو لاس دی او په اسلام آباد کښې حکومتي سرچینو تاییده کړې ده چې دغه هیکران د ځینو مهمو چارواکو اطلاعاتو ته د رسیدو په تکل او کوشش کښې دي.
د خبر لمبر: 3487414 خپرونې تاریخ : 2023/05/30
ایکنا- (تهران) د ترکیې د استانبول په ایا صوفیه جومات کې پرون سهار لمونځ د ترکیې د ولس مشرۍ په انتخاباتو کې د رجب طیب اردوغان د بریالیتوب په مناسبت او د لسګونو زره خلکو په ولولناک شتون سره ترسره شو.
د خبر لمبر: 3487413 خپرونې تاریخ : 2023/05/30
ایکنا-(تهران) ملایشیا د آسیا او اوقیانوسیې د اسلامی بانکدارۍ له ټولو شتمنیو څخه په دوه شپیته اعشاریه اوه فیصدو سره هماغه راز په سیمې کې د اسلامی بانکدارۍ ترټولو لوي بازار دی. د S&P Global Ratings ،د روتبه بندۍ د راپور په اساس، دغه هیواد به احتمالا په راتلونکو دوو کلونو کې خپل ځائيګی وساتي.
د خبر لمبر: 3487388 خپرونې تاریخ : 2023/05/25
ایکنا-(تهران) د افغانستان او ایران تر مینځ ۱۳۵۱ کال کې د هغه مهال افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.خو وروستیو کې د افغانستان له لورې ایران ته د اوبو نه ورکړه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي تخنیکي ستونزه په سیاسي ناندریو بدله کړي.
د خبر لمبر: 3487376 خپرونې تاریخ : 2023/05/22
ایکنا-(تهران)د تهران د کتاب څلوردیرشم نړیوال نندارتون،د غواي یه ثور دمیاشتې له شلمې تردیرشمې نیټې یعني تر نن پورې د تهران د حضرت امام خمینی په مصلی کې د کتاب لوستونې او دکتاب داخستنې د مینه والو کوربه دی ، چې وئيل کیږي ولس ئې ډير تود هرکلی کړی دی.
د خبر لمبر: 3487362 خپرونې تاریخ : 2023/05/20
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولس مشر دهیرمند دحق آبه په باب دایران او افغانستان دموافقو او تړونونو تاریخي مخینې ته په اشارې سره ټينګار وکړ، غواړو د افغانستان واکمنانو ته ووایم چې زما دغه خبره دې عادی ونه ګڼي ،ډيره جدي ئې وګڼي ،د افغانستان واکوالانو او مسئولانو ته خبرداری ورکړم چې د ایران د سیستان او بلوچستان د سیمې د اوسیدونکو حق دې زرترزره ورکړي.
د خبر لمبر: 3487356 خپرونې تاریخ : 2023/05/18
ایکنا-(تهران) د ترکیې ولس مشر رجب طیب اردوغان خپلې انتخباتي سیالۍ د مئ د دیارلسمې نیټې په شپې د استانبول په آیا صوفیه جومات کې د قرآن کریم په تلاؤت او دلمانځه په قایمولو سره پاي ته ورسولې.
د خبر لمبر: 3487343 خپرونې تاریخ : 2023/05/16
ایکنا-(تهران) د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د هغو محدودیتونو لغو کول چې د کار لپاره د افغانستان د ښځو حقوق محدودوي بشر دوستانه مرستو ته د افغانستان د میلیونونو اړمنو کسانو د لاسرسي لپاره مهم دي.
د خبر لمبر: 3487263 خپرونې تاریخ : 2023/04/30
ایکناـ(تهران) د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان داساسی قانون د لیکنې د کار دوام ته په اشارې سره ووئيل، چې دغه حکومت د هیواد چارو د سرپرست په توګه د اساسی قانون له تشې سره مخ نه دی.
د خبر لمبر: 3487246 خپرونې تاریخ : 2023/04/26
ایککنا-(تهران) د ملګرو ملتو د سرمنشي د بشري چارو مرستیال انساندوستانه مرستو ته د افغانستان د شپاړس میلیونه خلکو د اړتیا خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487243 خپرونې تاریخ : 2023/04/26
ایکنا-(تهران) د افغانستان د ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځي مشر وایي ډیری کتاب پلورنکي له مالي پلوه زیانمن شول چې ځینې یې له دې کاروباره د لاس اخیستو په حال کې دی.
د خبر لمبر: 3487235 خپرونې تاریخ : 2023/04/24
ایکنا-(تهران) د ایران په اسلامی جمهوریت کې څه دپاسه څلور زره ښارونو اوښارګیو او کلو کې د قدس دنړیوالې ورځې ولولناک لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3487201 خپرونې تاریخ : 2023/04/16
ایکنا-(تهران) د یمن د جنګ د بندیانو د دوسیې په هکله خبرې اترې د تیرې مارچ میاشتې په شلمه نیټه په سویزرلینډ کښې پاې ته ورسیدلې او پکښې موافقه وشوه چې په یوه مورد کښې د یمن د انصار الله غورځنګ اوه سوه شپږ بندیان او دغه راز د سعودي عربستان او د سوډان په شمول د مقابل لوري یوسل یو اتیا بندیان خوشي شي.
د خبر لمبر: 3487193 خپرونې تاریخ : 2023/04/15
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال رامز الاکبروف وايي چې نړۍ پهدې خطرناک پړاو کې افغانان نه شي پرېښودولی.
د خبر لمبر: 3487152 خپرونې تاریخ : 2023/04/08
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب ا... ولس ی مبارز غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... بیګا په خپلې وینا کې ووئيل، د بیت المقدس ،لویدیځي غاړې او سورئې پيښې پخپلو کې سره ارتباط لري او د یوې موضوع چورلیز دي.
د خبر لمبر: 3487149 خپرونې تاریخ : 2023/04/08
ایکنا-(تهران)د افغانستان خلک په ځانګړیو ادابو او رسمونو سره د نوروز لرغوني اختر درنښت کوي او هغه لمانځي.
د خبر لمبر: 3487064 خپرونې تاریخ : 2023/03/20
ایکنا-(تهران) دوه ورځې مخکې هم د افغانستان په بلخ ولایت مقام کې په ځان مرګي برید کې چې پړه ئې داعش تکفیری ډلې په غاړه اخستې،د والي پشمول دول کسان وژل شوي او یو شمیر نوره هم ټپیان شوي وو.
د خبر لمبر: 3487018 خپرونې تاریخ : 2023/03/11