ایکنا- د ایران په اسلامی جمهوریت کې په اهواز ولایت کې د کابو زر زده کونکو بلوغت ته درسیدا جشن، د سلواغې د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د ا هواز په امام حسین(ع) علمي مرکز کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492455 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
ایکنا -د اسلامي هېوادونو د واکسین جوړونکو بنسټونو څلورمه غونډه د اسلامي ملګرتیاموسیسې د ساینس او ټیکنالوژۍ د ملګرتیا د دایمي کمېټې (کامسټیک) د دارالانشا په کوربتوب د پاکستان په اسلاماباد کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492453 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
یو ملایشیائي متفکر:
ایکنا – د ملایشیا د اسلامي تنظیمونو د مشورتي شورا مشر وائي، دا ناسمه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب اغېزې یوازې پوځي اړخونو ته راکمې شي.د هغه تر ټولو تل پاټې اغېز بېشکه نفسیاتي او آئیډیولوجیک ؤ؛ یعنې دغه باور بېرته راژوندی کول چې مقاومت ممکن دی.
د خبر لمبر: 3492452 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
ایکنا - د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې، د Al-Azhar شیخ ټینګار وکړ چې دا میاشت د تقوا او نېکۍ د مفاهیمو د ژوندي کولو لپاره یوه لویه معنوي مدرسه ده.
د خبر لمبر: 3492451 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د ایران د ولس له ولولناکو او پرتمینومیلیوني لاریونونو سره همهاله په پاکستان کې هم ورته لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492444 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
لبنانی شنونکی:
ایکنا – د ایران اسلامی جمهوریت اوس د خپل کلتوري قدرت او قرآني لیدلوري په مټ د عدالت غوښتونکو ملتونو لپاره الهامبخښونکې بېلګه ګرځېدلی، ځکه چې د دین، ژوند او ودې او پرمختګ ترمنځ ئې ټینګه اړیکه رامنځته کړې ده.
د خبر لمبر: 3492443 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا -یو امریکائي قاضي د فلسطین د ملاتړې محصیلې د ویستلو لپاره د امریکا دکرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت هڅه رد کړه.
د خبر لمبر: 3492442 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا- د کینیډا د حکومت هغه اقدام چې له اسلامه دویرونې د پروسې د اړوند چارو لپاره د ارزونې د ځانګړي استازي فعالیت ئې لغوه کړ، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492441 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا - د امریکائي مجرم جفري اپسټین د هغه انځور خپرېدل، چې پکې هغه له یو اماراتي سوداګر سره د کعبې د پوښ (پردې) یوې ټوټې ته ګوري چې پر ځمکه پرېوتې ده، په رسنیو کې ئې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د خبر لمبر: 3492436 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا – د ملایشیا هیواد امریکا، ایوری کاسټ او غنا هیوادونو ته کابو څلویښت زره ترجمه شوي قرآنونه ډالۍ کړل.
د خبر لمبر: 3492417 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا – د کویت ښار په مینځ کې د نړئ یو ترټولو لوي جومات واقع دی چې نه یوازې د زرګونو لمونځ ګوزارو د دعا مرکز دی ، بلکې د یوې کلتوري ،تعلیمي او علمی مدرسې په توګه هم پيژندل شوی دی، ځکه یو داسې لوي کتابتون پکې شامل دی چې په سلګونو اسلامی مرجع کتابونه لري.
د خبر لمبر: 3492416 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي په یولړ څرګندونو کې جوته کړې ده، چې له امریکا سره ایټمي خبرې اترې په جمعې ورځې دعمان په پلازمینې مسقط کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3492406 خپرونې تاریخ : 2026/02/05
ایکنا – د ایکنانیوز قرانی خبری آژانس درست کارکونکي د بشر د ژغورونکي د ولایت د دولسم ځلانده ستوری حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشرف نیکمرغه زوکړې په مناسبت ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.
د خبر لمبر: 3492405 خپرونې تاریخ : 2026/02/04
ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492404 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې چې د شفافیت، مسؤلیت او حساب ورکولو د پالیسۍ پر بنسټ او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په امر جوړه شوې وه، د وروستیو پیښو د قربانیانو لیست د هیواد د عدلي طب لخوا چمتو شوي نومونه راټول او د مدني ثبت سازمان د سیسټم سره سمون سره خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492403 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا- د عمان ستر مفتی شیخ احمد الخلیلي د وحشی صهیونیسټي رژیم دجنایتونو په باب د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې په انفعالی عملونو او بې توجهئ سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3492402 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان خبرواترو ته د امریکا دکرغیړن ولسمشر وړاندیز ته په اشارې سره خارجه وزارت ته د خبرواترو د زمینې د ارزولو و زمینه جوړولو فرمان ، د مناسبې فضا سره په شرط صادر کړ.
د خبر لمبر: 3492400 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا- د ایران د قم المقدس ښار د جمکران سپيڅلی جومات چې د امام الزمان په جومات مشهور دی نن سبا یوه ځلانده او نه هیریدونکي ولوله او پرتم لري.
د خبر لمبر: 3492399 خپرونې تاریخ : 2026/02/02
ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې، د اروپائي اتحادئې د بهرنیو چارو وزیرانو هغه پرېکړه په سختو ټکو وغندله چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو پر ضد ئې صادره کړې، او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو پر باعزته او سرلوړي ځواک د نوم په تور لیسټ کې زیاتول ،د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3492384 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
ایکنا - د یوې څېړنې د پایلو له مخې، متحده عربي امارات په اروپا کې له اسلام د وېرې د خورونکي پروسې د پراخېدو په بهیر کې اساسي رول لوبوي.
د خبر لمبر: 3492383 خپرونې تاریخ : 2026/01/31