IQNA

د قرآنی فرهنګ شورا او مسعود پزشکیان

د قرآن په آیتونو باندې په عمل کې د مونږ له چلند لا ګویا بل هیڅ شی نشته

6:50 - February 25, 2026
د خبر لمبر: 3492510
 ایکنا– د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې  په ټینګار سره چې د قرآن  د آیتونو عملي کول د دیندارۍ او اغېزشیندنې تر ټولو مهم معیار دی، څرګنده کړه؛ د مسئولانو چلند په ټولنې کې د قرآني کلتور د خپرولو تر ټولو روښانه پیغام دی.

ایکنانیوز  د ولسمشرۍ  د ماڼئ د اطلاعاتو د څانګې  له قوله  راپور ورکړی، ډاکټر مسعود پزشکیان پرون په تهران کې د قرآني فرهنګ د پراختیا شورا په اته‌وشپېتمې غونډې کې د خلکو له قرآن سره دعمومي انس د ننګونو د ارزونې پر مهال وویل: د مسئولانو له چلنده هېڅ خبره اغېزمنه نه ده، او که ټولنه د قرآني معارفو په درک او منلو کې له ستونزو سره مخ وي،نو  باید لومړی د مسئولانو په کړنو کې بیاکتنه وشي.»

پزشکیان د الهي آیتونو نه عملي کول «په شخصي او ټولنیز ژوند کې د قرآن د اغېز تر ټولو لوي خنډ» وباله.

د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل چې قرآن یوازې د نصیحت کتاب نه دی، بلکې د ژوند لارښود  دی، او  د وینا او عمل ترمینځ دوه‌ګوڼتوب د ډېرو کلتوري او ټولنیزو ستونزو ریښه ده.

هغه ټینګار وکړ چې قرآني لارښوونې باید د پرېکړو، پالیسۍ جوړونې او د ورځنیو چارو په عملي کولو کې پلي شي، څو د مقدس متن او ټولنیز ژوند ترمینځ واټن  کم شي.

پر عدالت، رښتینولۍ او د عمومي  باور پر بیا رغونې ټینګار

ډاکټر مسعود پزشکیان د قرآن د څرګندو لارښوونو په اړه چې د عدالت او د بې‌وځلو د ملاتړ په اړه دي، وویل: «خدای به د خلکو د ستونزو په وړاندې د مسئولانو له بې‌پروايۍ تېر نه شي.

هغه زیاته کړه چې د زیان‌منو پرګنو  ملاتړ او د توپیر له منځه وړل د قرآن له اساسي غوښتنو څخه دي چې د واک لرونکو څخه ئې تمه کېږي.

د ایران د اجرائیه قوې مشر همدارنګه په وینا کې صداقت او د نه عملي کېدونکو ژمنو څخه ډډه کول اړین وبلل او وې ویل:  خلکو ته باید غیرواقعي ژمنې ورنه کړل شي؛ هیله باید پر رښتینولۍ او حقیق پالنې ولاړه وي.

د هغه په خبره، عمومي باور هغه مهال پیاوړی کېږي چې مسئولان په عمل کې د قرآني ارزښتونو پابند وي.

پزشکیان د وروستیو پېښو لکه مقدساتو ته د سپکاوي او د دیني  ځایونو د ویجاړولو په اړه دغه کړنې وغندلې، خو په عین حال کې ئې د ټولنیزو ناخوښیو د ریښو پر څېړنې ټینګار وکړ او و ې ویل: «که عدالت په سمه توګه پلی شي، ډېرې ناخوښۍ به رامنځته نه شي.»

د ایران ولسمشر د روژې مبارکه میاشت د شخصي  او ټولنیزې اصلاح لپاره یو فرصت وباله او ټینګار ئې وکړ چې د قرآن د هر آیت عملي کول  ټولنه د عدالت، پرمختګ او ارامښت پر لور هدایتولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4336579

captcha