ایکنا دایران  یوه ممتاز قاری مهدی اکبری زرین د لړم د میاشتې په ۱۲ نیټه سهار داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د زده کونکو او محصیلینو د کتنې په پیل کې  د نصر سوره او د فصلت سورې له دیرشم تر ۳۲ پورې آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
                د خبر لمبر: 3490106               خپرونې تاریخ            : 2024/11/04
            
                        
        
        ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود  نن د  ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ د هوافضا دفاعی  ځواک  د شهیدانو د کورنیو په ټول کې  وفرمائيل؛ددغو قدرمنو بچیانو  شهادت  له صهیونیستي رژيم سره په مستقیمې مقابلې کې  د هیواد او ملت  ددفاع په دلیل ډير مهم او غوره  شهادت  دی.
                د خبر لمبر: 3490102               خپرونې تاریخ            : 2024/11/03
            
                        
        
        ایکنا - د پاکستان په پیښور او حیدر آباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونو کې د غزې اولبنان  دشهیدانو  په یاد کې د قرآن کریم د حفظ او قرائت سیالۍ ترسره او غوره کسان هم ونازول شول.
                د خبر لمبر: 3490085               خپرونې تاریخ            : 2024/10/30
            
                        
        
         ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د صهیونیسټ رژيم وروستي تیریګر اقدام ته په سخت ځواب وئيلو ټينګار وکړ.
                د خبر لمبر: 3490076               خپرونې تاریخ            : 2024/10/29
            
                        
        
        ایکنا - په داسې حال کې چې  د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ د  انتخاباتو کاندیدې کاملا هریس  په میشګان کې په انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله ، د فلسطین ملاتړو  د ؛غزې جنګ بند کړئ ، په شعار پورته کولو سره دهغې  وینا غوڅه کړه او  اړئ ګړئ ئې جوړه کړه.
                د خبر لمبر: 3490073               خپرونې تاریخ            : 2024/10/28
            
                        
        
        ایکنا - ایکنا – د ایران  یو ممتاز او غوره قاری مجید عنان پور  د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرائي شورا دمشر سید هاشم صفی الدین  د  شهادت  په مناسبت  د احزاب مبارکې سورې د ۲۳ آیت تلاؤت کړی چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډير هرکلی شوی دی.
                د خبر لمبر: 3490072               خپرونې تاریخ            : 2024/10/28
            
                        
        
        ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د سیمې مسلمانو ولسونو غیرتي  ځوانانو ته په یوه پیغام کښې د اتل مجاهد قومندان «یحیی السنوار» درناوی وکړ او ټینګار یې وکړ: د مقاومت جبهه هماغه ډول چی مخکې د خپلو مشرانو په  شهادت  سره پاتې نه شوه د سنوارو په  شهادت  سره به هم ونه دریږي. باذن الله. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.
                د خبر لمبر: 3490028               خپرونې تاریخ            : 2024/10/19
            
                        
        
        ایکنا - د تهران کې د جمعې  لمانځه خطیب، وحشي صهیونیسټي رژیم په ستراتیژیک ډول له مینځه تللی وباله.
                د خبر لمبر: 3490027               خپرونې تاریخ            : 2024/10/19
            
                        
        
        ایکنا -   د الازهر اسلامی مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیو شهیدانو په ترهه ګر بللو سره په مخالفت سره اعلان کړی دی، د فلسطین دم قاومت قهرمان شهیدان د خپل وطن او خاورې ددفاع مبارزان دي.
                د خبر لمبر: 3490026               خپرونې تاریخ            : 2024/10/19
            
                        
        
        ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د یحی السنوار د  شهادت  په مناسبت په تسلیّت او مبارکۍ وئيلو سره  ټينګار وکړ، شهید السنوار  د خپل ارزښتمن ژوند په اوږدو کې تر کلونو پورې د وحشي صهیونیسټي رژيم په زندان کې  ؤ او  له دې وروسته  ئې هم د خپل ویاړمن عمر تروروستۍ شیبې پورې په شجاعت سره وجنګید او خاموش نه کيښناست.
                د خبر لمبر: 3490025               خپرونې تاریخ            : 2024/10/19
            
                        
        
        ایکنا – د لبنان په صاحیّه سیمې کې  د وحشي صهیونیستي رژيم په بې رحمه بمباریو کې  د شهید شوي سردار عباس نیلفروشان  د پاک مړي د جنازې دستورې پرون  سهار د تهران په  میدان امامحسین لوي چوک کې  د هیواد دسیاسی او عسکري چارواکو اوچاروالو  او دغه راز د لکونو خلکو په شتون سره ترسره شوې.
                د خبر لمبر: 3490013               خپرونې تاریخ            : 2024/10/16
            
                        
        
        د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په مشرۍ د وړمه ورځې  د جمعې د لمانځه خطبو د سیمې په ټولنیزو اینترنیټ شبکو او رسنیو کښې  پراخ انعکاس درلود.
                د خبر لمبر: 3489955               خپرونې تاریخ            : 2024/10/06
            
                        د حضرت امام رضا علیه السلام مناظرې/
        
        ایکنا - د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم یوه ګران لسمي حضرت امام رضا علیه السلام د اسلامي مذهبونو او د نورو دینونو له علماو سره ډیرې مناظرې کړی او هغه حضرت په بیلابیلو موضوګانو سره د مناظرو په ټولو غونډو کښې بریالی شوی و.
                د خبر لمبر: 3489796               خپرونې تاریخ            : 2024/09/04
            
                        
        
        ایکنا -  د امریکا یو فیلسوف  پروفیسر چارلز تالیافرو د اسلام د  ګران پیغمبر یو لمسي او اهل بیت امام حسین (ع) د نړۍ د عدالت غوښتنې الهام بخښونکی بللی دی.
                د خبر لمبر: 3489701               خپرونې تاریخ            : 2024/08/15
            
                        
        
        ایکنا –د فلسطیینی مجاهد او د قرآڼ د حافظ شهید اسماعیل هنیّه له درنښت سره په یووخت د یمن د ۷۲۱قرآن زده کونکو  ماشومانو د ستاینې دستورې ترسره شوې.
                د خبر لمبر: 3489650               خپرونې تاریخ            : 2024/08/06
            
                        
        
        ایکنا - پارس ټوډې- صهیونیسټي شناندي اعتراف کوي چې د  شهید اسماعیل هنیّه  ترور ته د ایران او حزب الله ځواب به،له هغه څه لازیات پراخ  او مرګونی وي چې اټکل ئې کیږي.
                د خبر لمبر: 3489645               خپرونې تاریخ            : 2024/08/05
            
                        مسعود پزشکیان؛
        
        ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د حسیني اربعیّن  د مرکزی کمیټې په غونډې کې روښانه کړه ، باید په خلکو کې دا نظر رابرسیره کړو چې  مونږ د مسلمان او د امام حسین(ع) د شیعه په توګه په حق غوښتنې پسې یوو او اربعین د حق غوښتې ، عدالت غوښتې او انصاف غوښتې کلتور او چغه پراخولی شي.
                د خبر لمبر: 3489642               خپرونې تاریخ            : 2024/08/05
            
                        
        
        ایکنا -  د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده،څه شک نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت په هوښیار او کوټلي ځواب سره  د ایران د ولس، د مقاومتي مبارز ځواک او د نړۍ د آزادي غواړو د خولې خوند هماغه شان خوږ شي، چې دغه رژيم په تیره بیا د دوي ملاتړي هیواد امریکابه پخپلو کړو پښمانه اوا مجبوره کړي چې خپل محاسباتي نظام سم اصلاح کړي څو یو ځل بیا د سیمې د سولې او دځان دامنیت لپاره تاوان  رامیځةکونکي تیروتنه  ونه کړي
                د خبر لمبر: 3489638               خپرونې تاریخ            : 2024/08/04
            
                        
        
        ایکنا – په الاقصی جومات کې په جمعې ورځې په زرګونو فلسطینیانو د شهید اسماعیل هنیه د روح لپاره  چې په چارشنبې ورخې  په تهران کې د صهیونیسټي وحشی رژيم په وسیله ترور شو، د جنازې غایبانه لمونځ  اقامه کړ.
                د خبر لمبر: 3489636               خپرونې تاریخ            : 2024/08/04
            
                        
        
         ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید اسماعیلهنیه له  شهادت  وروسته په خپل پیغام کښې وفرمایل: جنایتکار او ترهګر صهیونیسټي رژیم په دې کار سره د ځان لپاره د سختې سزا زمینه برابره کړه او د هغه غچ او بدل اخیستل خپله دنده ګڼو ځکه چې د ایران د اسلامي جمهوریت په حریم کښې شهید شوی دی.
                د خبر لمبر: 3489624               خپرونې تاریخ            : 2024/08/01