حماس - پاڼه 5

IQNA

بچوې
ایکنا-(غزه)د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ددې خبرې په کولو سره چې د اکتوبر په اومه نیټه؛طوفان الاقصی عملیات؛ د وحشي صهیونیسټي رژيم  سټراټژيکه ماته  ده ټینګار وکړ، دښمن  دمخامخیدا توان نه لری او  په همدې دلیل ئې عامو وژلو ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488111    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(تهران) د وحشي صهیونیسټي رژيم د روغتیائي چارو وزارت  پرون ناوخته اعلان وکړ،د شنبې ورځې د مازدیګر تر شپږنیمو بجو پورې په مختلفو روغتونونو کې د نوو ټپیانو شمیر ۳۵۸ تنو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488109    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتی چورلیز د مبارزانو  او د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله پوځیانو ترمینخ   دطوفان الاقصی  عملیاتو په  اوج کې نښتې دوام لري او  ناکراریو اووحشت څپې په نیواکي ټاټوبو سیوری غوړولی دی  او صهیونیسټانو هم دغزې تړانګې په مختلفو سیمو خپلې بې آمانه بمبارۍ جاری ساتلي دي  چې د سلګونو عامو خلکو د شهادت او د سلګونو کورونو د ورانیدا سبب شوي دي
د خبر لمبر: 3488091    خپرونې تاریخ : 2023/10/11

ایکنا-(نیویارک) امریکا د فلسطین دغزې تړانګې په شاوخوا نیواکي ټاټوبو د فلسطین دمقاومتي چورلیز زد مبارزانو  په؛طوفان الاقصی؛نومې بې مخینې عملیاتو پسې  چې د صهیونیسټي رژيم کمزورتیا او منزوي کیدا ئې نندارې ته وړاندې کړه،له تل ابیب څخه د ملاتړ او د صهیونیسټانو د تش په نامه روحیې د پیاوړتیا لپاره یو لړلمسؤنکي اقدامات  اجرا کړي دي .
د خبر لمبر: 3488079    خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(فلسطین) ،دطوفان الاقصی نومې عملیاتو په دوام کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو  په لور په پرمختګ کې د فلسطین د مقاومتي چورلیز په بریالیو عملیاتو پسې او دغه راز اسرائيلیانو ته د درندوتاوانو په اړولو پسې ، په لسګونو زره فلسطنیانو په الاقصی جومات کې د فتح لمونځ قایم کړ او په قبةالصخره صحن کې ئې انځوریز نندارتون هم نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3488078    خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتي چورلیز دمبارزانو او جنایتکارو صهیونیسټي رژيم د پوځیانو ترمینځ  دطوفان الاقصی عملیاتو له امله نښټې هماغه راز دوام لري  او په نیواکي ټاټوبو کې ئې د ویرې او وحشت او سربدالۍ څپه ئې راولاړه کړې ده  او صهیونیسټان هم دغزې تړانګې  په مختلفو سیمو باندې خپلو بې امانه بمباریو ته  دوام ورکړی دی چې د یو شمیر جوماتونو په شمول د سلګونو کورونو د ورانیدا او د ماشومانو او ښځو پشمول په سلګونو عام خلک پکې شهیدان او ټپیان شوي دي .
د خبر لمبر: 3488077    خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتي غورځنګ حماس د مبارزانو دد طوفات الاقصی نومې چټکو عملیاتو په دوام ې د مقاومتي چورلیز مبارزان  د اسرائیلیانو پوځي مرکز ایزر ته  په نفوذ کولو او د صهیونیستي نیواکګرو د یوشمیر عسکرو په نیولو کې بریالی شوي د
د خبر لمبر: 3488075    خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(غزه ) هغه څه چې تر  میاشتو میاشتو پورې د وحشي صهیونیسټي پوځ او په تیره بیا د پوله ایزو سیمو د  صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو  لپاره  په یوه سترې خپسکې بدل  شوي وو،د ؛طوفان الاقصی ؛نومې ناڅاپی عملیاتو  سره په واقعیّت بدل شول.
د خبر لمبر: 3488067    خپرونې تاریخ : 2023/10/07

ایکنا-(غزه ) د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه په مشرۍ د  حماس   مقاومتي رهبرانو  صهیونیسټ میشټه ښارګوټو ته د مقاومتي مبارزانو په نفوذ او سختو ټکونو پسې د خدای په درګاه کې د شکر سجده وکړه.د غزې تړانګې  اوسیدونکو هم په واټونو کې د فلسطین د  بیرغ په رپولو سره  جشن جوړ کړ.
د خبر لمبر: 3488066    خپرونې تاریخ : 2023/10/07

ایکنا-(غزه) د فلسطین په غزې کې د فلسطیني مقاومت چورلیز  دعملیاتو ګډې کوټې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح سترې دروازې په وړاندې د ؛مقاومت ورځ ؛ په یاد کې د یادګار د بشپړیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487985    خپرونې تاریخ : 2023/09/21

ایکنا-(تهران) د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ویندوی محمد حماده   ووئیل، د فلسطین ملت د الاقصی جومات د  دفاع او له نیواکګرو له تیریو سره  دمقابلې لپاره یو موټی او متحد  دی.
د خبر لمبر: 3487974    خپرونې تاریخ : 2023/09/18

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای په په دې خبرې په ټينګار سره چې د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ او د اسلامي امت د مسائلو زړه دی، څرګنده کړه: څومره چې د فلسطین په مسئله کې پرمختګ کیږي، هماغومره د اسلامي نړۍ او اسلامي امت په مسایلو کې هم پرمختګونه رامنځته کیږي.
د خبر لمبر: 3487511    خپرونې تاریخ : 2023/06/22

ایکنا-(تهران) د فلسطین  له طولکرم ښار سره نزدې  په حرمیش صهونیسټ میشته ښارګوټي کې  د فلسطینیانو په مقاومتي عملیاتو کې  یو صهیونیسټي  اوسیدونکی هلاک شوی دی.
د خبر لمبر: 3487421    خپرونې تاریخ : 2023/05/31

ایکنا-(تهران) د فلسطین د جهادِ اسلامي غورخڼګ عمومي منشي زیاد النخاله ووئيل،مونږ په سیاسي جنګ کښې ښه کړنلاره درلوده او یوه پياوړې معادله مو وروتپله.
د خبر لمبر: 3487357    خپرونې تاریخ : 2023/05/18

ایکنا-(تهران) د فلسطین یو زنداني او د اسلامی جهاد غورځنګ یو غړی شیخ خضر عدنان چې د نیواکګر رژيم په زندان کې  ئې لوږ تړ کړی ؤ پرون سهار د لوږ تړ په اوه اتیایمې ورځې ،په نیټسان  بند کې بې هوشه شو او څو ساعته وروسته  ئې د شهادت خبر خپور شو.
د خبر لمبر: 3487274    خپرونې تاریخ : 2023/05/02

ایکنا-(تهران)په نیواکي بیت المقدس کې په یعقوب سیمې کې په ډزو کې لږترلږه اته صهیونیسټان هلاک او دیارس نور نو ټپیان شوي چې ځيني پکې مرګي حاله دي.
د خبر لمبر: 3486809    خپرونې تاریخ : 2023/01/28

ایکنا-(تهران)د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشراسماعیل هنیه  د فلسطین د مقاومت  دشهیدانو  او د هغو په سر کې د حماس د موسیس شیخ ا حمد یاسین پر پاک روح درود واستوۀ او  له نهره تر بحره پورې پوې ئې د فلسطین په آزادۍ کې د مقاومت پر اصولو پابند کیدا باندې په ټینګار سره  ووئيل،د مونږ په مقدساتو اوټاټوبي کې د نیواکګرو لپاره هیڅ ځاي نشته.
د خبر لمبر: 3486603    خپرونې تاریخ : 2022/12/15

ایکنا-(تهران)د فلسطین د حماس غورځنګ لوړپوړي مشر خالدمشعل زیاته کړې ده،د مقاومت شهیدانو پخپلو وینو سره د نیواکي ټاټوبو د آزادولو او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې مقاومت ته دبیرته ستنولو لاره پرانیستې ده.
د خبر لمبر: 3486372    خپرونې تاریخ : 2022/10/26

ایکنا-(تهران) د فلسطین د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام محمودالزهار ټينګار کړی، صهیونیسټ رژيم د عربی نړۍ له کمزورتیا څخه پر قدس ښار او الاقصی جومات  د مسلط کیدا لپاره  ناوړه استفاده کوي.
د خبر لمبر: 3486272    خپرونې تاریخ : 2022/09/28

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقرقالیفاف ووئيل،د جهاد اسلامی حرکت ثابته کړه چی د اسلامي مقاومت هره برخه په یوازې سر د غلیم د ارادې د ماتولو توان لری او نن د مقاومت د ټولو ډلو د باور او یوزړه والی په سیوره کی له بلې هرې ورځې د غاصب دښمن زوال نږدې دې .
د خبر لمبر: 3486105    خپرونې تاریخ : 2022/08/14