ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې د مقاومتي چورلیز د قوماندانانو ترور ته ځواب قطعي دی ، ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت اولبنان به د وحشي صهیونیسټانو د جنایتون وپه وړاندې چُپتیا ونه کړي.
د خبر لمبر: 3489626 خپرونې تاریخ : 2024/08/02
ایکنا - د آټلانټیک شورا په وبسایټ کې یوه مقاله لیکونکي په ځينو دلیلونو دایران د ولسمشر په توګه د ډاکټر مسعود پزشکیان په ټاکل کیدا د اسرائیلو د اندیښمنیدا خینی دلیلونه بیان کړي دي.
د خبر لمبر: 3489567 خپرونې تاریخ : 2024/07/21
ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي د بیروت په جنوب کې په ضاحیه کې د حسینی عاشورا د درنښت په دستورو :ې و،ئیل، هغه لومړنی شی چې د حسینی عاشورا په ورځ ئې زمونږ زړونه او سترګې ورته اوړي ، غزې تړانګه ده.
د خبر لمبر: 3489547 خپرونې تاریخ : 2024/07/17
ایکنا - ډاکټر مسعود پزشکیان د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه ته په پیغام کې ووئیل، د تاسو د مبارکۍ د پیغام قدرونه کوم ، دایران اسلامی جمهوریت د اسلامی اقنلاب دلوړو موخو او اصولو ته په پابندۍ سره او د حضرت امام خمیني دآرمانونو او درهبرس دستر مقام د لارښونو په چوکاټ کې به د صهیونیسټي رژيم د آپارټائيډ او نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین دملت او دهغو د مبارزو څخه ملاتړ ته دوام ورکړو.
د خبر لمبر: 3489518 خپرونې تاریخ : 2024/07/11
ایکنا -د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ووئیل،نن سبا نتنیاهو،بن ګویر اواسموتریچ هغه کسان دي چې دخپلو ګټو او په قدرت کې د باقي پاتکیدو د تضمین لپا ره کومې موافقې ته د رسیدا مخه نیسي ،ناکامي ددښمن رژيم په داخل کې ددې مرحلې عنوان دی ،ځکه چې په غزې کې د دښمن یوه موخه هم پوره شوې نه ده.
د خبر لمبر: 3489517 خپرونې تاریخ : 2024/07/11
ایکنا - مقاومت کونکي باید راویان وي یا روایت شي او په دې مینځو میان کې د مقاومت میرمنې دغوروایتونو ته په عینیّت بخښلو کې ډیر رول لري .
د خبر لمبر: 3489472 خپرونې تاریخ : 2024/07/02
ایکنا – په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي«سید حسن نصرالله»، د حزب الله د سیمه ایز قوماندان طالب سامي عبدالله، مشهور په «حاج ابو طالب» د شهادت په مناسبت په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې د لبنان په خلاف د جنګ ګواښ موږ نه ویروي او نباید هم موږ ویریږي، ځکه چې دښمن ښه پوهېږي چې موږ د سختو ورځو لپاره ځانونه چمتو کړي او ښه پوهېږي چې څه دوی ته په تمه دي.
د خبر لمبر: 3489428 خپرونې تاریخ : 2024/06/24
ایکنا – د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یوه مشر وئیلی دي، د فلسطین مقاومتي غورځنګ داسې هیڅ یو پلان چې دجنګ بندیدا پکې نه وي هیڅکله ئې هم نه مني.
د خبر لمبر: 3489426 خپرونې تاریخ : 2024/06/24
ایکنا – د حماس غورځنګ د قسام پوځی کنډکونو ویندوي د خدای د کور له حاجیانو وغوښتل څو په مقدسو ځایونو کې پخپلو خالصانه دعاګانو کې او د حج د مناسکو د ترسره کولو په وخت دې په غزې او فلسطین کې خپل خوئيندې وروڼه هم یاد کړئ.
د خبر لمبر: 3489385 خپرونې تاریخ : 2024/06/16
ایکنا - د لبنان د حزب الله غورځنګ دعمومی منشي مرستیال ټینګار کړی، له لبنان سره دجنګ د پراختیا لپاره د اسرائیلو هر ډول اقدام به له ورانۍ او له نیواکي ټاټوبو څخه بهر ته د صهیونیسټانو د کوچولوسبب شي.
د خبر لمبر: 3489326 خپرونې تاریخ : 2024/06/05
ایکنا – د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر په یوې وینا کې ټينګار وکړد حسین بدرالدین الحوثي له خوا وړاندې شوي قرآني پلان ته توجه د امریکا او صهیونیسټي رژيم له یرغلونو سره د مقابلې لپاره یو ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3489207 خپرونې تاریخ : 2024/05/12
ایکنا - د یمن د پوځ د ویندوي په دغې اعلامیې کې کې راغلي دي، ددغو عملیاتو اعلان د غزې پتمنو سره د یمن د انصارو د وفادارئ په شعار سره دصنعا له میلیوني مظاهرې سره په یووخت صادره شوه.
د خبر لمبر: 3489163 خپرونې تاریخ : 2024/05/05
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د صهیونیسټ رژیم په ضد د قدرتمنو او پیاوړو عملیاتو پسې په یوه پیغام کې روښانه کړه ، بیګا د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو میړنیو او غیورو بچیانو ، د هیواد د درستو سیاسی او پوځي برخو په ملګرتیا او غږملتیا سره ، د ایران داقتدار د ت اریخ یوه نوي صفحه وپنځوله او وحشي صهیونیسټي دښمن ته ئې عبرت اخستونکی درس ورکړ او د هغو تیریګرو رټل چې د اسلامی انقلاب ستر او حکیم لارښود ئې ریښتیني ژمنه ورکړې وه ، پوره شوه.
د خبر لمبر: 3489045 خپرونې تاریخ : 2024/04/14
ایکنا- سید حسن نصرالله ووئيل هر هغه څوک چې د مقاومت او جهاد د محور په صحنه کې شتون ولري د قدس په لاره کې خپل ژوند قربانوي او د مقاومت ځانګړنه دا ده چې علما او قومندانان یې شهادت غواړي.
د خبر لمبر: 3488732 خپرونې تاریخ : 2024/02/17
ایکنا- د یمن دفاع وزیر وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ائتلاف هدف د فلسطین له ملاتړ څخه لاس اخیستلو ته د یمن مجبورول دي خو مونږ امریکا، صهیونیسټ رژيم او بل هر هیواد ته چې له دوې سره ملګري دي ټینګار کوو چې د نن ورځې یمن د پرون ورځې له یمن سره فرق لري.
د خبر لمبر: 3488480 خپرونې تاریخ : 2023/12/26
ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3488214 خپرونې تاریخ : 2023/11/04
ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر اسامه حمدان په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم په هراړخیزې حملې پسې په یولړ څرګندونو کې ووئيل، جنایتکار صهیونیسټان د بریالیتوب خیال انځور په ذهن کې لري ،خو باید پوهه دې شي ، نړۍ به د فلسطین دمقاومت د یوې بلې حماس ې شاهده ووسي او جهنم هم د جنایتکارو په انتظار کې دی.
د خبر لمبر: 3488179 خپرونې تاریخ : 2023/10/28
ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو غږ کړی څو له جنایتکار او وحشي نیواکګر رژيم سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.
د خبر لمبر: 3488165 خپرونې تاریخ : 2023/10/25
ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس له فلسطینه په بهر کې مشر په یولړڅرګندونو کې ووئيل، دغزې په ضد اوسنی جنګ دامرکیا په قوماندانۍ سره کیږي او موخه ئې ، د حماس غورځنګ له مینځه وړل دي.
د خبر لمبر: 3488155 خپرونې تاریخ : 2023/10/23
ایکنا-(غزه) د وروستیو راپورونو په اساس د فلسطین د غزې په مرکز کې په المعمداني روغتون باندې د وحشي رژيم په بیګانئ بمبارئ کې څه دپاسه پنځه سوه ماشومان، میرمنې ،بوډاګان ا، ځوانان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي ،البته ځيني سرچینې د شهیدانو شمیر له اتو سوو کسانو هم زیات ښئ .
د خبر لمبر: 3488127 خپرونې تاریخ : 2023/10/18