iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(نجف اشرفّ)  د آیت الله سیستاني  له نماینده سره د واټیکا دیوه پلاوي په کتنې کې  د فلسطین د موضوع او دخلکو  دمظلومیّت په بشپړ ملاتړ ټينګار شوی دی.
د خبر لمبر: 3488388    خپرونې تاریخ : 2023/12/07

ایکنا-(نیویارک) په امریکا کې یوه نوي نظرغوښتنه ښئ چې ددغه هیواد زیاتره میرمنې او ځوانان په غزې تړانګې د اسرائيلو دتیریو ملاتړ نه کوي  او ورڅخه کرکه کوي.
د خبر لمبر: 3488377    خپرونې تاریخ : 2023/12/05

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: د ایران او کیوبا له سترو سیاسی او اقتصادی ظرفیتونو باید د هغو هېوادونو ترمېنځ د اتحاد او اېتلاف په جوړولو کښې کار واخیستل شی چې د امریکا او لویدیځ د زوروینو په وړاندې یو شان دریځ لری.
د خبر لمبر: 3488375    خپرونې تاریخ : 2023/12/05

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په مختلفو برخو کښې د ایران او کیوبا خپل مینځیو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره د دغو ظرفیتونو تبادله د امریکاله بندیزونو سره په مقابله کښې اغیزمنه وبلله.
د خبر لمبر: 3488370    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

  ایکنا-(پیښور) د پاکستان په پیښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې په کوربتوب سره د پاکستانیو پوهانو په شتون سره  د غزې د ماشومانو او میرمنو د په ضد د صهیونیسټ رژيم په وسیله د بشری حقوقو دخلاف ورزیو د اړخونو د اروزنې سمینار جوړ شو.
د خبر لمبر: 3488360    خپرونې تاریخ : 2023/12/02

ایکنا-(کوالالامپور) د ملایشیا پخوانی لومړي وزیر دغزې له اوسیدونکو بې څوکه مظلومانو څخه په ملاتړ کې د اسلامی هیوادونو کمزوري دریځ ته په اشارې سره  له صهیونیسټي رژيم سره په مقابلې کې دغو هیوادونو اجماع ته په نه رسیدا سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3488350    خپرونې تاریخ : 2023/11/30

ایکنا-(غزه)د تیرې جمعې په ورځې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم او دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ ترمینځ په موقته اوربند سره په زرګونو فلسطینیان دغزې په شمال کې د خپلو کورونو په لور روان شوي او  دخپلو کوڅواو د کورنو د کنډوالو شاهدان وو.په داسې حال کې وحشي جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته په بمباریو کې استعمال شوي دغه ټول بمونه او توغندي د لویدیځ ورکړل شوي ډالۍ دي ، چې په غزې کې د لویدیځ انسانیّت ضده تمدن او کلتور نندارې ته وړاندې کړې دی،چې کلیسا،جومات، روغتون،ښونځی ،ماشوم ،ښځې او سړی ژوند ورته هیڅ اهمیّت نه لري ،یوازې خپلې ناروا ګټې ویني،چې البته  په دغو کارونو سره ئې خپله ابرو او د لویدیځي تمدن او کلتور اصلي هویّت او څيره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3488348    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د درست هیواد د زرګونو بسجیانو په ټول کې د طوفان الاقصی د پیښې په تاریخ جوړونکي بللو سره وفرمائيل؛ دغه طوفان الاقصی د صهیونیسټي رژيم په ضد دی، البته له امریکا سره مبارزه هم ده.
د خبر لمبر: 3488346    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان دجماعت اسلامی  مشر سراج الحق په یولړ څرګندونو کې د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د لیږد لپاره ددغه هیواد د  ولس  دچمتووالی خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488345    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(غزه)   د صهونیسټي رژيم  دبندونو ادارې  هم  ددغو دیرشو کسانو  خوشی  کیدا چې په هغو کې پنځلس ماشومان او پنځلس هم میرمنې دي ، تائید کړي دي .
د خبر لمبر: 3488344    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(منامه)د بحرین یولوی دینی او روحانی شخصیّت پر وحدت او یوووالی باندې  دټينګار لپاره د بحرین دشیعه او سني عالمانو له خوا د یوې واحدې اعلامیې د خپرولو  غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3488341    خپرونې تاریخ : 2023/11/28

ایکنا-(تهران) د اوقافو او د خیریه چارو  ادارې د قرآن کریم د عمومی سیالیو څلویښتم پړاؤ  دعزې د شهیدانو په یاد او دغهراز د قرآن کریم دنورانی عظمت  د وروستیو سپکاویو په محکومیّت سره  ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488340    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(تهران) د امریکا د سپینې ماڼۍ چارواکو له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې د غزې د جنګ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله ددغه هیواد د ولسمشر جوبایډن د دریځونو پر سر  د امریکا په  حکومت کښې د اختلاف د رامینځته کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488335    خپرونې تاریخ : 2023/11/27

ایکنا-(کینیډا) د کینیډا  د چارواکو د اعلان په اساس،  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو اوبمباریو د پیلیدا له وخت راهسې  دکینیډا د ترټولو لوي ښار په توګه  په ټورنټو کې پر نفرت خورونې مشتمل جرمونه  زیات شوي دي .
د خبر لمبر: 3488331    خپرونې تاریخ : 2023/11/26

ایکنا-(قدس شریف) وحشی صهیونیسټي پوځيانو د اومې اونۍ لپاره  پرله پسې په الاقصی جومات کې د جمعې لمونځ د قایمولو لپاره د فلسطینیانو د ولولناک شتون مخه ونیوله.
د خبر لمبر: 3488324    خپرونې تاریخ : 2023/11/25

ایکنا-(کربلا) د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيحلی حرم آستان  د فلسطین د غزې د غمیزې د ټپيانو ددرملنې لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3488323    خپرونې تاریخ : 2023/11/25

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان ولسمشر د ایران او عربستان د رسمي اړیکو  په پیلیدا د خوښئ په ښودلو سره ووئيل، چې د اړیکو دغه عادي کیدا  په سمیې کې یو لوي پرمختګ دی چې  په سیمې کې د تجارت پر لوړتیا سربیره ، په سیمې کې   امنیت ،سوله او پراختیا  هم ډالۍ کوي.
د خبر لمبر: 3488320    خپرونې تاریخ : 2023/11/24

ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم رهبروویل وحشي صهیونیسټي رژیم د طوفان الاقصی په عملیات کې د حماس د غورځنګ له خوا ناک اوټ شوی او خپله ماته نه شي جبرانولای.
د خبر لمبر: 3488314    خپرونې تاریخ : 2023/11/22

ایکنا-(غزه) وروستی راپورونه ښئ د ځينو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د اور بند او د غه راز د بندیانو د مبادلې لپاره  موافقه هم تر ډيره  حده بشپړیدونکي ده او  اسرائیل اور بند ته راضي شوي  او د  حماس غورځنګ شرطونه ئې تر  ډ یره حده منلي هم دي
د خبر لمبر: 3488310    خپرونې تاریخ : 2023/11/22

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د غزې د بدلونونو په باب د بریکس ډلې مشرانو په وبینار سرمشریزې کې ټينګار وکړ، غزه د لویدیځ د اخلاقي ځوړتیا  یوه څرګنده بیلګه ده.
د خبر لمبر: 3488309    خپرونې تاریخ : 2023/11/22