قرآنی خبرونه - پاڼه 13

IQNA

بچوې
ایکنا - د پوځي عملیاتو لپاره د د افغانستان د بګرام  هوائي ډګر  لوړ ظرفیت، د افغانستان کاني سرچینې، له چین سره د دغه هېواد نږدېوالی، او په مرکزي آسیا کې د خپل نفوذ پیاوړتیا، د دې ستراتیژیکي اډې د بیانیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیوالتیا اصلي دلیلونه دي.
د خبر لمبر: 3491808    خپرونې تاریخ : 2025/10/04

ایکنا - د ترکیې په ريزه ولايت کې  د تور سمندر   په بره غره کې د قبله غر مسجد  د  خپلې جذبونکې  طبيعي ښکلا له امله،  چې ئې لري، په وروستيو کلونو کې د عربو  او  نورو بهرنیو مسلمانو سیلانیانو او همدارنګه ځايي کتونکو لپاره نوی ټوریسټي  ځای ګرځیدلی دی.
د خبر لمبر: 3491806    خپرونې تاریخ : 2025/10/04

ایکنا- د قطر وقف او اسلامي امور وزارت لومړۍ قرآن او بشري علم غونډه د ۱۸ نړيوالو څېړونکو په شتون کې نن پيل کوي.
د خبر لمبر: 3491805    خپرونې تاریخ : 2025/10/04

د طوفان الاقصی عملياتو د دويمې کليزې څپې
ایکنا - د طوفان الا قصی د عمليات پيل کابو  دوه کاله تېر شوي دي او په دغو دوو کلونو کې مونږ د صهیونیسټي غاصب رژیم له خوا تر ټولو وحشيانه بشري غمیزې ليدلي دي، خو د هغوی د وحي د کلام په سيوري کې د غزې خلکو قرآن سره نزديکت  د دوي  مقاومت  او هیلې  ساتلي دي.
د خبر لمبر: 3491804    خپرونې تاریخ : 2025/10/04

   د آل البیت (ع) انسټیټیوټ مدير  
ایکنا - د آل البیت (ع) له انسټیټیوټ مدير، د قرآني سياليو "زین الاصوات" په راتلونکو پروګرامونوکې ګډون وکړ او وې ويل: دا سيالۍ يوازې په ملي برخې کې محدودې نه دي او د اوسنۍ مرحلې له پای ته رسيدو وروسته، مونږ د نړيوالې مرحلې د ترسره کيدو اراده هم لرو.
د خبر لمبر: 3491803    خپرونې تاریخ : 2025/10/04

ایکنا - د ملایشیا د سفرو او سیل د تنظمیونو او اورګانونو  ټولنه، په کوالالامپور کې د مسلمانانو لپاره د مناسبو سفرونو لومړنی نندارتون جوړوي.
د خبر لمبر: 3491798    خپرونې تاریخ : 2025/10/01

ایکنا -د افریقائي عالمانو د «محمد سادس» فاؤنډیشن د قرآن د حفظ،ترتیل او قرائت د شپږمې دورې وروستۍ مرحله د غوره کسانو په معرفي کولو او د سیالیو په دواړو برخو (نارینه او ښځینه ؤ) کې د تر ټولو کوچنیو ګډونوالو په درناوي سره پاي ته ورسېده.
د خبر لمبر: 3491796    خپرونې تاریخ : 2025/10/01

ایکنا - مولانا د وحدت او کثرت د بیانولو لپاره د لمر د رڼا تمثیل کارولی دی؛ لکه څنګه چې د لمر رڼا په آسمان کې یوه ده، خو کله چې د کورونو صحنونو ته راځي، د دیوالونو ترمنځ په ټوټو وېشل کېږي، همداسې مادي جسم او ژوند هم د دیوالونو په څېر یو واحد روح په ټوټو وېشي؛ خو د ټولو دپنځيدا سرچینه او مرکز یو دی.
د خبر لمبر: 3491795    خپرونې تاریخ : 2025/10/01

ایکنا - د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم د «زین‌الأصوات» عمومی سیالیو د پرانیستې مراسم ټاکل شوې، نن چهارشنبه، د تلې ۹مه، د قم په مقدس ښار کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3491794    خپرونې تاریخ : 2025/10/01

ایکنا - خبریاله او د رسنیو کارپوهه، زهرا صلواتي،په یو  یادداشت کې د حجت‌الاسلام والمسلمین محسن قرائتي د «قرآن درسونه» نومې ټيلویژني پروګرام د دوام دلیلونه بیان کړي دي.
د خبر لمبر: 3491793    خپرونې تاریخ : 2025/10/01

ایکنا-  خبری سرچینو راپور ورکړی چې د صمود نړیوالو کشتیو  کاروان چې  دانسان دوستۍ مرستې ئې  غزې ته درسولو په نیّت سره بار کړي دی ، دغې سیمې ته د حرکت په حال کې دی او اوس یوازې  دغه ښآر سره تر درو ورځو پورې واټن لري.
د خبر لمبر: 3491792    خپرونې تاریخ : 2025/09/30

ایکنا -  په هندوستان کې د سرزورو  هندوانو ډلې  يو مسلمان ځوان خپلو بتانو ته په سجده كولو مجبور كړ .
د خبر لمبر: 3491790    خپرونې تاریخ : 2025/09/30

ایکنا – د ستردیني مرجع آيت الله سيدعلى سیستاني  د مېرمنې جنازه  د لسګونو زرګونو مؤمنانو په شتون كې په كربلاي معلي كې د امام حسين (ع) په حر م كې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3491789    خپرونې تاریخ : 2025/09/30

ایکنا - د سکاټلنډ پولیسو د دغه هیواد په ختیځ کې په یو  جومات کې د ورانکارئ په اړه څیړنه کوي. دغه ورانکار عمل د سیمې د مسلمانانو په ټولنې کې اندېښنه رامنځته کړې ده.
د خبر لمبر: 3491787    خپرونې تاریخ : 2025/09/29

ایکنا - د الازهر  د فتوا نړیوال مرکز د مصر د  خدای بخښلی قاری شیخ محمد الصیفي د رحلت دکلیزې په مناسبت هغه «ابوالقراء»یعنی په مصر کې د اصیل تلاوت د پاتې کېدو سمبول ګڼلی دی.
د خبر لمبر: 3491786    خپرونې تاریخ : 2025/09/29

ایکنا - د «قرآن او بشري علم؛ د حکیمانه علم په لور» نومې  نړیوال  سمینار به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه (یعني د میزان ۹ ) د قطر د وقفونو او اسلامي چارو وزارت او  د قطر پوهنتون په همت سره په دغه هیواد کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3491785    خپرونې تاریخ : 2025/09/29

 ایکنانیوز- د پرلیس پوهنتون مرستیال مشر ،زلیمان ساولي، د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ تحصیلی کال له لومړۍ اونۍ سره سم د پوهنتون په پاؤ پوترا کمپَس کې ددغه پروګرام د پیل او د والدینو د توجیهي غونډې مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3491784    خپرونې تاریخ : 2025/09/29

  عباس سلیمي:  
ایکنا - د «زین‌الاصوات» په نامې سره د قرآنی سیالیو  د لومړي پړاؤ  د قاضیانو  د پلاوي مشر ، عباس سلیمي، په قم کې له  ټول ایرانه د ۱۶۸۶  ځوانانو اوزلمیو قاریانو ترمینځ سیالۍ ته په اشارې سره وویل:  نړۍ ته د نظام دڅيرې د معرفي کولو لپاره د قراني رسولانو روزنه د دغو سیالیو او د آل‌البیت(ع) موسسې د قراني فعالیتونو اصلي موخه ده.
د خبر لمبر: 3491783    خپرونې تاریخ : 2025/09/29

ایکنا -د ايران د اسلامي جمهوريت د اسلامی شورا یا پارلیمان مشر  د درو اروپائي هېوادونوځ(اروپائي ټرائيګا) له خوا د  سنپ بک  د پلي کولو هڅو ته په اشارې سره وويل: د لويديځوالو  د سنپ بیک  دغیر قانونی  اجرا باندې ټینګار، سره له دې چې ايران نرمښت ښودلی، دا څرګنده کړې چې خبرې اترې  د لويديځ لپاره ددوکې او د ايران د توغندوي وسلو د له مینځه وړلو لپاره د دباؤ يوه وسيله ده.
د خبر لمبر: 3491782    خپرونې تاریخ : 2025/09/28

ایکنا - د مسکو په جامع جومات کې د « قرآن نړئ» نومې دویم نندارتون، چې د قرآني کیسو په بڼه د اسلامي فلمونو اوونۍ هم پکې شامله وه، له بېلابېلو پروګرامونو سره جوړ شو.
د خبر لمبر: 3491781    خپرونې تاریخ : 2025/09/28