قرآنی خبرونه - پاڼه 94

IQNA

بچوې
ایکنا-د  چیچنیا د پلازمینې ګروزني  د ویسیاتوفسکي سیمې عدالت، ژوراویل  په ولګوګراډ کې د یوه جومات ترڅنګ د قرآن کریم د یوې نسخې د سوځولو په جرم  په درې نیم کاله بند محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3488807    خپرونې تاریخ : 2024/02/29

ایکنا- دیوه مراکشي سیّل کونکی (ټوریسټ) له خوا خپره  شوي ویډیو چې  په هغې کې یو افریقائي ماشوم  په ډير خاص او ښکلي انداز سره د قرآن کریم د مریّم مبارکې سورې د څو ایتونو تلاؤت  کوي، په ټولینزو چینلونو کې ئې د کارؤنکو  تود هرکلی او پراخ غبرګون راپارولی دی.
د خبر لمبر: 3488806    خپرونې تاریخ : 2024/02/29

ایکنا-؛ ربعه مغربي ؛ نومې هغه ارزښتمن او تاریخي مصحف چې د مراکش پاچا، سلطان علی ابوالحسن المریني له خوا په اتمې قمري پيړۍ کې الاقصی جومات ته کتابت او ډالۍ شوی دی، هماغه شان دقدس په اسلامی میوزیم کې ساتل کیږي.
د خبر لمبر: 3488800    خپرونې تاریخ : 2024/02/28

ایکنا- د حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت  د د ټول قرآڼ  د حفظ په څانګې کې د ایران د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د د لومړۍ رتبه ګټونکی  او روشندل او نابینا قاری امید رضا رحیمي په زړه پورې غږ سره د انبیاء سورې د ۱۰۵ او د قصص سورې د پنځم آیتونو تلاؤت کړی. وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿۵﴾
د خبر لمبر: 3488797    خپرونې تاریخ : 2024/02/27

ایکنا- یوه اروپائي ټوریسټ د افریقائي ماشومانو دډله ایز قرآن لوستنې یوه ویډیو خپره کړې ده،چې په سوشل میډیا کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کارؤنکو له خوا ئې تود هرکلی شوی دی.
د خبر لمبر: 3488795    خپرونې تاریخ : 2024/02/27

ایکنا-  د قرآن کریم د قصص سورې په ۵آیت کې راغلي دي ، چې مستضعفین پر مځکې مخکښان او وارثان ګرځوو چې  روایتونو ته په پآم سره ،د پیغمبر اکرم(ص) له عترت څخه دي او حضرت عیسی  پر هغه اقتدا کوي.
د خبر لمبر: 3488793    خپرونې تاریخ : 2024/02/27

ایکنا- په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوری سلایار ، د قرآني هنرونو په نړیوال نندارتون کې د ایران د هنرمندانو د  ولولناک شتون خبر ورکړ او وې وئيل،د ملایشیا لومړي وزیر د ایرانیو هنرمندانو  دغوره آثارو کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488794    خپرونې تاریخ : 2024/02/27

ایکنا- امیر المومنین  حضرت امام علی علیه السلام فرمائي ؛په قرآڼ کریم کې یاد شوي مستضعفین چې خداوندمتعال ارده کړې ده ، دوي پر مځکې د خلکو مخکښان کړي، مونږ د پيغمبر اکرم کورنۍ یوو. خداي تعالی بلاخری ددغې کورنۍ د مهدي ظهور کوي  د هغه په وسیله دوي د پرتم ،عزت او اقتدار اوج ته رسوي او د دوي دښمنان ذلت وآخوا ته کاږي.(بحار الانوار ج۵۱، ص ۶۳)
د خبر لمبر: 3488787    خپرونې تاریخ : 2024/02/26

ایکنا- د لبنان د قرآن یوه قاري میرمن چې  د ایران د قرآن په نړیوالو سیالیو کې ئې  ګډون کړی  او د ؛شرفات علی الطوفان؛ نومې کتاب لیکواله هم ده،د ایران ملت ته ددغه کتاب په ډالۍ کولو سره هیله ښودلې ده چې دغه سوغات او کلتوری ډالۍ د رهبرس ستر مقام ته هم ورسیږي.
د خبر لمبر: 3488780    خپرونې تاریخ : 2024/02/25

ایکنا- د قرآن کریم یوه نسخه  چې د یوه پُستي ټکټ په اندازه ده  او وئيل کیږي، دن ړۍ ترټولو ورکوټي قرآني نسخه ده . د آلبانیه  په یوې کورنۍ کې له یوه نسله بل نسل ته منتقله شوې ده.
د خبر لمبر: 3488776    خپرونې تاریخ : 2024/02/24

ایکنا- د  تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران راتلونکي پارلیماني انتخابات،د ایران دملت لباره یو لوي فرصت وبالۀ او په دغو پارلیماني انتخاباتو کئې  ئې  پرګډون ټينګار  وکړ.
د خبر لمبر: 3488771    خپرونې تاریخ : 2024/02/23

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤنهائي  دستورې د سه شنبې په مازدیګر  او ماښام د ایران د تهران د  اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3488770    خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنا- حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  نن سبا اسلامی نړۍاو د نړۍ پتمن دغزې دخلکو په غم کې ویرجن دي، ووئيل،دغزې پر مظلوم ولس  هغه کسان ظلم کوي،چې هیڅ انسانیّت نه لري. او په همدې اساس  ترټولو مهمه  دنده ، د غزې له مظلومو  خلکو ملاتړ،او د هغو کسانو ملاتړ او د مقاومت له ځواکه څخه کلک ملاتړ او شجاعانه مقاومت دی چې،د غزې له خلکو سره مرستې کوي.
د خبر لمبر: 3488768    خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو دڅلویښتم پړاؤ په نهائي مرحلې کې چې پرون مازدیګر تر شپې پورې ترسره شوه، د قرآڼ کریم څلور نفیس آثار پکې نندارې ته وړاندې شول.
د خبر لمبر: 3488767    خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنا- د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د ترسره کیدا په څلورمه شپه  او د محمد رسول الله مداحي کونکي ډلې د اجرا په وخت، د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې  په هال کې مړه دې وي امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونو انګازې پورته شوې او فضا ئې  په یوې بلې ولولې بدله کړه.
د خبر لمبر: 3488764    خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنا-د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ غوره کسان اعلان شول. او د قاضیانو دپلاوي د اعلان په اساس، ددغاو سیالیو د سړیو او میرمنو په دواړو څانګو کې په ټولو پنځو برخو کې  د ایران اسلامی جمهوریت قاریانو او حافظانو لومړۍ مقام وګاټّه.
د خبر لمبر: 3488763    خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنا-د دنیا دترټولو وړوکي چآپی قرآن مخ کتنه د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلويښتم پړاؤ نن په پنځمه او وروستۍ ورځې  په یو لړ دستورو کې مخ کتنه کیږي.
د خبر لمبر: 3488761    خپرونې تاریخ : 2024/02/21

 ایکنا- له هغه مهاله چې د مور ه غیږې کې ئې لالو شه لالو شه  یادوي، نو په شپې مهال  ئې د قرآن کریم  دتلاؤت له ځوږ سره  ځان عادت کړی ؤ  ،هره شپه له ویده کیدا مخکې ئې د حمد او  یوه بله سوره آوریدله  اوتکراروله ئې ، هغه او دهغه خور  اوس د انډونیشیا  د قرآن غوره او نامتو استاذان دی او د قرآڼ په زرګونو قاریان او حافظان ئې روزلي دي.
د خبر لمبر: 3488759    خپرونې تاریخ : 2024/02/21

ایکنا- د سړیو د برخې د ټول قرآن دحفظ او دتحقیق دقرائت په دوو څانګو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د فینالیسټو نامې  دقاضیانو دپلاوي له خوا اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3488758    خپرونې تاریخ : 2024/02/21

ایکنا- د سړیو په برخې کې د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو په دریمه شپه د ټول قرآن د ترتیل او حفظ د فرائت او د تحقیق د قرائت په څانګو کې لس کسانو  خپله اجرا نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488756    خپرونې تاریخ : 2024/02/20