ایکنا – د لویدیځي آسیا یوه کارپوه اوشناندي په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکائي محصیلین و ته د رهبرۍ د ستر مقام لیک د فلسطین په موضوع کې د ارواښاد امام د تدبیربشپړؤنکی دی ووئيل، دغه لیک لیکنې چې له یوې لسیزې مخکې راهسې پیل شوي دي،هم د حضرت امام خمیني د تدبیر تائيدونکي دي او هم د فلسطین په تاریخي ټاټوبی کې د فلسطین د حکومت د تاسیس په لور ددغه بهیر د تعقیبونې او هدایتونې نښه ده .
د خبر لمبر: 3489356 خپرونې تاریخ : 2024/06/10
ایکنا – د سورئې یوه مشهور شناندي امریکائي محصیلین و ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د لیک په باب په یوه مطلب کې دغه پیغام ډير اغیزشیندونکی بللی دی.
د خبر لمبر: 3489310 خپرونې تاریخ : 2024/06/02
ایکنا – د کینیډا مسلمانان په دغه هیواد کې د اسلامی ضد نفرت خورونې د مردونو په زیاتیدا چې د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو وروسته زیاتې شوي دي،اندیښمن دي.
د خبر لمبر: 3489293 خپرونې تاریخ : 2024/05/28
ایکنا – د پاکستان پوهنتوني محصیلین و ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کړي او په غزې تړانګې کې ئې د اسرائيلی وحشي رژيم د جنایتونو د دریدا او د اوربند د ټینګیدا غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489213 خپرونې تاریخ : 2024/05/13
ایکنا – دغزې تړانګې د خلکو ملاتړی، د محصلینو غورځنګ د پولیسو له خوا له ډيرو نیونو او ځپلو سره سره ، په درستې امریکا کې په پراختیا دی ان تر دې چې په درستې روپا، افریقا او آسیا کې د سلګونو پوهنتونونو تر محصیلین و پراخ شوی دیئ.
د خبر لمبر: 3489153 خپرونې تاریخ : 2024/05/02
ایکنا - د بشری حقوقو دفاعي ادارې په جرمني کې د مسلمانانو په ضد دتوکمپالنې په وضعیّت په سختو نیوکو سره ټينګار کړی دی، چې په دې زمینې کې ددغه هیواد حکومت کړچار ناکام دی .
د خبر لمبر: 3489139 خپرونې تاریخ : 2024/05/01
ایکنا – په داسې حال کې چې په امریکااو اروپا کې د فلسطین دملاتړو نیولل دوام لري، په سنټ لویئس کې د واشنګټن پوهنتون محصیلین و له غزې سره په پیوستون کې له خپل اعتراضه کیمپه د ساتنې لپاره انساني زنځیر او کړئ جوړه کړه.
د خبر لمبر: 3489134 خپرونې تاریخ : 2024/04/30
ایکنا – د تسنیم د زلمیانو د قرآني او مداحي ډلې غړو ،د بقرې سورې د آیتونو په نوي انداز سره په زړه پورې تلاؤ کړی چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې تود هرکلی شوی دی.
د خبر لمبر: 3489128 خپرونې تاریخ : 2024/04/29
ایکنا -د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان د لاهور په جی سی لاهور پوهنتو کې د استاذانو او محصیلیونو په تول کې پخپلې وینا کې ووئيل، هیڅ شک نشته هغه نفرت چې اوس په په اسلامی نړۍ بلکې د بشریّت په نړۍ کې د صیونیسټانو او امریکایانو په باب رامینځةشوی دی ، له صهیونیسټ رژيمه د پتمنو ملتونو دغچ اخستنې او ددغه ماشوم وژونکي جنایتکار رژيم د له مینځه تلو سبب به شي .
د خبر لمبر: 3489100 خپرونې تاریخ : 2024/04/24
ایکنا - په امریکا کې د پوهنتونو د محصیلیونو غورځنګونو د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ او په غزې تړاګې کې د صهیونیسټي رژيم له نسل وژنې سره په مخالفت کې ، ددغه هیواد واکوالان له چیلنج سره مخ کړ ي دي.
د خبر لمبر: 3489099 خپرونې تاریخ : 2024/04/24
ایکنا- د ایران د فرهنګ او اسلامی ارشاد وزیر ووئیل، څلویښت کلمه په دیني کلتور کې د بشپړتیا سمبول دی او اوس چې د قرآن کریم سیالۍ خپل څلویښتم پړاؤ ته رسیدلی دي ،نو دا د ددغې لوئې کلتوري پیښې د پیاوړتیا او پخوالي د اوج نښه ده او په دې کې د ګډون لپاره ډیری هیوادونو ګروهنه رابرسیره شوې ده.
د خبر لمبر: 3488725 خپرونې تاریخ : 2024/02/16
د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي هم وویل په تیر کال کښې دولس لکه خارجي ناروغان ایران ته د درملنې لپاره راغلي وو او ایران یو میلیارډ ډالره لاس ته راوړي دي.
د خبر لمبر: 3488722 خپرونې تاریخ : 2024/02/15
ایکنانیوز - د افغانستان په شمال کې د بلخ پوهنتون مشر ووئیل، د هیواد د مشکلاتو زیاتره برخه د مسلکي کارپوهانو په زیار او هڅو سره حل کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3488448 خپرونې تاریخ : 2023/12/20
ایکنا-(الازهر) د الازهر پوهنتون دبهرنیو محصیلین و د زده کړې دپراختیا مرکز د امریکا د زلمیانو د څيړانو د ځانګړي قرآن اکاډمۍ له پلاوي سره په کتنې کې له دغې اکاډمۍ سره دالازهرپر پراخې ملګرتیا ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488351 خپرونې تاریخ : 2023/11/30
ایکنا-(نیویارک) د امریکا په ورمونټ ایالت کې پر درو فلسطینیو محصیلین و یو ناپيژاند کس وسلواله حمله کړې چې له امله ئې درې واړه ټپيان شوي دی،ځینو خبری سرچینو دغه پيښه د فلسطینیانو په ضد د نفرت او کرکې له امله بللې ده.
د خبر لمبر: 3488339 خپرونې تاریخ : 2023/11/28
ایکنا-(عراق)د عراق د شیعیانو د اوقاف له دیوان سره اړونده د امام موسی کاظم (ع) د اسلامی علومو دپوهنځي په همت سره د ؛الفاتحه ؛ نومې نړیوالو سیالیو دریم پړاؤ د وببینار له لارې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488329 خپرونې تاریخ : 2023/11/26
ایکنا-(واشنګټن) د فلسطین په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او بې آمانه بمباریو پیلیدا راهسې،په امریکا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې اړونده چارې زیاتې شوي دي.
د خبر لمبر: 3488281 خپرونې تاریخ : 2023/11/16
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د زرګونو محصیلین و اوزده کونکو په ټول کې په غزې تړانګې کې د امریکایانو او صهیونیسټانو غمیزه رامینځةکونکی جنایتونه په تاریخ کې بې مخینې وبلل او هغو سپکونکو میړنیو ټَکونو ته په اشارې سره ئې چې دغزې د خلکو صبر او استقامت د جعلی غاصب رژيم او دهغو د مستکبرو ملاتړو په حیثیّت او عزت باندې کړي دي،ووئيل، که د امریکا بشپړ او هراړخیز ملاتړونه او مرستې نه وي ، نو خبیث صهیونیسټي رژيم به یوازې په څو ورځو کې فلج او شلَ شي اسلامی نړۍ باید له صهیونیسټي رژيم سره داقتصادي ملګرتیاؤ په غوڅولو سره ددغه رژيم په ضد سره یو موټی شي.
د خبر لمبر: 3488204 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د جمعیت طلبه اسلام ټولنې مشر شکیل احمد وویل: مونږ له نورو قومونو او دینونو په تیره بیا یهودیانو سره دښمني نه لرو، زمونږ مخالفت له صهیونزم سره دی او د هغه د ناپاک شتون دښمنان یوو.
د خبر لمبر: 3488173 خپرونې تاریخ : 2023/10/26
د اسلامی انقلاب ستر لارښود او محصیلین عزادار
ایکنا-(تهران)حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ځوانو محصیلین و عزادارو په مینځ کې په شتون سره له نجفه ترکربلا پورې او دغه راز د هیواد په ګوټ ګوټ کې د حسینی اربعیّن په لاریون کې د خلکو په تیره بیا د ځوانانو ولولناک و پرتمین شتون او ګډون ته اشاره وکړه اوځوانانو ته په خطاب کې ئې وفرمائيل؛ هماغه شان چې د اربعین په ولولناک لاریون لاره کې په پیاوړي هوډ سره مو حرکت کړئ، دتوحید دحاکمیّت په لاره کې هم مستحکم او پیاوړي او له کلک هوډ سره یو ځاي ووسئ او تل حسیني ژوند وکړئ او حسیني پاتې شئ.
د خبر لمبر: 3487919 خپرونې تاریخ : 2023/09/07