ایکنا - د پاکستان دفاع وزیر ددې خبرې په منلو سره چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنیو دلیل د فلسطین له مظلوم ملته ددغه هیواد ملاتړ دی ، ټينګار وکړ، په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائيلي رژيم حمله ددوي پر مځکنۍ بشپړتیا تیری دی، نو ځکه ددغه تیري په ضد د تهران کوټلی اقدام یو دفاعي او مناسب ځواب ؤ.
د خبر لمبر: 3489058 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا – د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ووئيل سیمه ایزه او نړیواله سوله او امنیت ، هرساعت کمزوري کیږي، لازیات جنګونه نه شو زغملی . مونږ پابنده یوو ،په لویدیځي غاړې کې تاؤتریخوالی دوروو،حالات په لبنان کې هم آرامه کړو، او د کشتۍ چلونې امنیت هم سره سمندر ته بیرته ستون کړو.
د خبر لمبر: 3489052 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا – د فلسطین یو وړونکی ماشوم یامن المقید ، چې په بیت لاهیا کې اوسیږي ، هره ورځ د خپل کور په بالکن یا برنډه کې په هغو جوماتونو کې دمؤذن خالي ځاي ډکوي او آذان ورکوي چې وحشي صهیونیسټانو پخپلو بې آمانه بمباریو کې په کنډوالو بدل کړي دي.
د خبر لمبر: 3489049 خپرونې تاریخ : 2024/04/15
ایکنا- د پاکستان پخوانی دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړ،په سیمې کې ځيني هیوادونه د ایران او پاکستان د اړیکو په ضد تل دسیسې کوي او هیڅکله هم دمونږ په تاریخي اړیکو په تیره بیا د اسلام اباد له سیمه ایزو دریځونو څخه دتهران ملاتړونه هیڅکله هم نشي زغملی.
د خبر لمبر: 3488590 خپرونې تاریخ : 2024/01/18
ایکنا-(صنعاء) د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع زیاته کړې ده،د دریم ځل لباره مو په نیواکي ټاټوبو کې په مختلفو ټارګټونو باندې توغندوي او ډرونز په وسیله بریدونه کړي دي او د اسرائیلو دتیریو تربندیدا پورې به خپلو توغندوي او ډرونز درندو ګوزارونو ته دوام ورکړو.
د خبر لمبر: 3488200 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(غزه)د فلسطین دغزې تړانګې په شمال کې عسقلان نیواکي ټاټوبی ته د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ دمبارزانو په نفوذپسې په نښتو کې ۱۵صهیونیسټان هلاک شوي دي.
د خبر لمبر: 3488073 خپرونې تاریخ : 2023/10/08
تهران (ایکنا)د سعودي تیریګر ائیتلاف په یمن کې خپل پوځي عملیات ، د چارشنبې په ځاي وخت سهار شپږو بجو راهسې د درولو خبر ورکړی دی .
د خبر لمبر: 3485615 خپرونې تاریخ : 2022/03/30
تهران (ایکنا) –سید حسن نصر الله ټينګار وکړ، مونږ دغه توانمني لرو ، چې خپل په زرګونو توغندي په ګائيډیډ توغندیو بدل کړو او له مودو راهسې مو د ډرونز جوړول هم پیل ړي دي او اسرائيل چې د مونږ د دتوغندیو د ځایونو په موندلو پسې دی باید پوهه دې شي ، چې مونږ خپل توغندي یوځاي نه ساتو او په بې صبرۍ سره دتاسو په انتظار کې یوو.
د خبر لمبر: 3485426 خپرونې تاریخ : 2022/02/17