ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست مولوی امیر خان متقي سره په کتنې کې دسرحدي او اوبو د مسئلو پشمول ددواړو هیوادونو ترمینځ دموجوده مسئلود حل په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488475 خپرونې تاریخ : 2023/12/25
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان اوسنی حاکمه پلاوی په رسمیّت نه پيژندو ، او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په ضرورت ټينګار کوو ،ووئيل، طالبان ټول افغانستان نه ،بلکې دافغانستان د واقعیّت یوه برخه دي .
د خبر لمبر: 3487394 خپرونې تاریخ : 2023/05/26
ایکنا-(تهران) د افغانستان او ایران تر مینځ ۱۳۵۱ کال کې د هغه مهال افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.خو وروستیو کې د افغانستان له لورې ایران ته د اوبو نه ورکړه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي تخنیکي ستونزه په سیاسي ناندریو بدله کړي.
د خبر لمبر: 3487376 خپرونې تاریخ : 2023/05/22
ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له ایرنا سره په خبرو کې ووئیل ، دایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي او طالبان دې اجازت ورکړي، ایراني مسئولان د کمال خان بند یا ډیم وویني.هغه زیاته کړې ده ،د ایران حقابه یو تاریخي حق دی او دافغانستان حاکمانو او طالبانو په کرتو په دې حق اقرار کړی او وئيلي ئې دي ، که اوبه وې ،نو د ایران حق ورکوي.
د خبر لمبر: 3487364 خپرونې تاریخ : 2023/05/20
تهران (ایکنا) - د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمی نن په کابل کې د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر اود انرزۍ او اوبه خور له وزیر سره لیده کاته وکړل .
د خبر لمبر: 3485457 خپرونې تاریخ : 2022/02/23