قرآنی انس - پاڼه 12

IQNA

بچوې
ایکنا- هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان  کړی چې له اسرائیلي  ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات  وکړي.
د خبر لمبر: 3492813   خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا- سعودي عربستان اعلان کړی چې تر ، جمعې ورځې پورې، له ۱.۵ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي، چې ډېری ئې د هوايي پولو له لارې ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3492811   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرله‌پسې کال لپاره د حج له فریضې بې‌برخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا-  شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخ‌القراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- په داسې حال کې چې  د تیر کال په نسبت په  ۱۴۰۴ کال کې  د قرآن  د حافظانو شمېر   ۲.۷ برابره زیاتوالی ښئي، د قرآن د تخصصي حفظ ملي ازموینه د ۹ زره او ۸۰۰ ګډونوالو په شتون  کې ترسره شوه. همدارنګه د بسیج دارالقرآن د عمومی  ازموینو، د قاریانو او د قرآن د استادانو د ارزونې د پنځلسم پړاو او د اوقافو د عمومی سیالیو نوم‌لیکنه هم روانه ده.
د خبر لمبر: 3492807   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- د الازهر د قرآن کریم د چارو عمومي مشر وئیلي دي، د دې مرکز د زده‌کوونکو لپاره د اوړي په رخصتیو کې د قرآن د حفظ د اسانتیا پروګرام پیل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492804   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492803   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د صمود نړیوال کاروان»  مسئولانو وئيلي دي، چې د دغه کاروان ۸۷ فعالانو د صهیونیستي رژیم له خوا د نیولو او توقیف پر ضد، او همدارنګه له فلسطینيو بندیانو سره د پیوستون په موخه،  لوږ تړ پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492802   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د سعودي عربستان  چارواکو د سږ کال د حج د مراسمو لپاره سخت مقررات وضع کړي دي، چې له مخې ئې ځینې کسان  د حج له ادا کولو منع شوي دي.
د خبر لمبر: 3492801   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا-  د ایران د اصفهان ولایت د سپاهان زرین دام کرهڼیز او صنعتي شرکت، چې د مستضعفانو  فاونډیشن  پورې اړه لري،توانیدلی دی چې  له کرهڼیزو ظرفیتونوڅخه په استفادې سره ۲۴ هیکټره مځکې باندې محمدي ګل وکري او  په اصفهان په ولایت کې  دغه فارم د دغه ارزښتناک  محصول د تولید  په یوه مهم  مرکز بدل کړي .
د خبر لمبر: 3492800   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- د یمن خلکو په میلیوني لاریونونو کې د لبنان د خلکو او مقاومت سره همغږي اعلان کړه او د قرآن او مسجد الاقصی بشپړ ملاتړ ئې وکړ، او خبرداری ئې ورکړ چې د سپکاوي  او تیري  په وړاندې به چوپ نه پاتې کیږي.
د خبر لمبر: 3492799   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- د قرآن کریم په اوکرایني ژباړې کې تازه هڅه شوې چې د دې مقدس کتاب په اړه په اوکراین کې د موجودې شیعه لیدلوري تشه ډکه کړي، او د نوې تفسیرونو له لارې ئې دا کار کړی دی.
د خبر لمبر: 3492797   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا – د ذلحجې لومړئ ورځ هغه ورځ ده ، چې  خداوند سبحان  ئې په قرآن کې د لویو نېکو اجرونو لپاره یاده کړې ده؛ دا هغه ورځ  ده چې د روژې، دعا او ذکر په کولو سره انسان د دنیا او آخرت غوره برکتونه ترلاسه کولی شي.
د خبر لمبر: 3492791   خپرونې تاریخ : 2026/05/19

ایکنا – بلغاریا هیواد  د اسلامي او قرآني زده کړو د یوې پایدارې لارې شاهد دی، چې موخه ئې د دغه هېواد د مسلمانې ټولنې د راتلونکو نسلونو روزنه ده.
د خبر لمبر: 3492787   خپرونې تاریخ : 2026/05/18

ایکنا- د عباسي مقدس  آستان د قرآني علمي ټولنې لخوا په بغداد کې د حضرت امام جواد (ع) د زیارت په مناسبت یو مرکزي قرآني مرکز پرانېستل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492786   خپرونې تاریخ : 2026/05/18

ایکنا- د بحرین د جعفري اوقافو یوه لوړپوړي چارواکي د ۲۰۲۶ کال د عاشورا د مراسمو لپاره د بحرین د کورنیو چارو وزارت له لورې د سختو محدودیتونو او شرایطو د لګولو خبر ورکړ. نیوکه کونکي دغه  اقدام د شیعیانو د مذهبي آزادۍ پر وړاندې د دباؤ زیاتوالی ګڼي او د مذهبي شعایرو محدودیت ئې بولي.
د خبر لمبر: 3492783   خپرونې تاریخ : 2026/05/17

ایکنا -د «مستشرقینو په څیړنو کې د قرآن تفسیر» کتاب د کربلا په مقدسه عباسي حرم کې د فکري او کلتوري چارو د څانګې له خوا خپور شو.
د خبر لمبر: 3492782   خپرونې تاریخ : 2026/05/17

ایکنا-  د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان اهل سنت علماو وویل چې د مکران په سواحلو کښې د اهل سنت قبیلو ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسدران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار دي.
د خبر لمبر: 3492780   خپرونې تاریخ : 2026/05/16

اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ  لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779   خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا-  د قرآنی ټولنې په  اداره کولو کې د بنیادي او حیاتی  اصولو  د بیانولو لپاره د قرآن، حقیقت اوحکمرانئ  په نامې سره  دنړیوالو سمینارونو لړئ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3492778   خپرونې تاریخ : 2026/05/16