یمن - پاڼه 4

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین ،د اسلامی وحدت په نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې امریکا او اسرائيل په پاکستان کې د وروستیو بوږنونکو حملو پشمول  په اسلامی هیوادونو کې  دترهه ګرو حملو تر شا وبلل او وې وئيل، د خدای کتاب  او د رسول الله(ص)  دسنت ارزښتونو ته د اسلامی امت پابندي  له ترهه ګرۍ او تکفیریّت سره  دمقابلې لاره ده .
د خبر لمبر: 3488045    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکنا-(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر د پیغمبر اکرم(ص)د نیکمرغه میلادپه مناسبت په یولړ څرګندونو کې په نړۍ کې د صهیونیسټي لابۍ دخوځښتونو موخه د مسلمانانو کنټرولول او ورسره مقابله او د دوي په داخل کې نفوذ کول وبلل.
د خبر لمبر: 3488014    خپرونې تاریخ : 2023/09/27

ایکنا-( یمن ) په یمن کې د قرآن کریم  د تعلیم خیریه ټولنې د اسلام دګران پیغمبر(ص) دنیکمرغه زوکړې په کلیزې کې د رسول اعظم (ص) لومړني نړیوال سمینار دترسره کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488005    خپرونې تاریخ : 2023/09/25

ایکنا-(صنعاء) د یمن د ولسی انقلاب د نهمې کلیزې په مناسبت ددغه هیواد وسلوال ځواک پریډ ترسره کړچې په دغه پریډ کې د قرآن کریم عظمت او احترام نندارې ته وړاندې شو.
د خبر لمبر: 3487993    خپرونې تاریخ : 2023/09/23

ایکنا – (عراق) د اربعین د پلي تګ مراسم په راتلونکي اونۍ کې پیلېږي، عراقي چارواکي د اربعین زیارت کوونکو ته د چوپړتیاوو او د امنیت د ټینګښت لپاره د  امنیتي چمتووالي په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3487802    خپرونې تاریخ : 2023/08/17

ایکنا -(تهران)  د یمن دانصار ا.... غورځنګ  عمومی منشي  د اردن سین  په لویدیځي غاړې کې  دجنین په ښار اوکیمپ باندې د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په باب  ووئيل،  عربی او اسلامی هیوادونه او یمن   د اسلام د امت په توګه  د  فلسطین په وړاندې  دیني او اخلاقي مسئولیّت لري  او  دصهونیسټانو دجنایتونو په وړاندې له فلسطینه  دملاتړ دنده پر اوږو لري.
د خبر لمبر: 3487581    خپرونې تاریخ : 2023/07/05

د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر په یو لړ خبرو کې ټينګار وکړ، د امریکا ولسمشر همجنس پالنه دودوي  او هیواد ئې د فساد او بداخلاقیو بیرغ پورته کړی دی.
د خبر لمبر: 3487499    خپرونې تاریخ : 2023/06/20

دعربستان د حج او عمرې وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د یمن حاجیان سږکال  له شنبې ورځې راهسې د  حج د مناسکو د اداکولو لپاره  د یمن له صنعاء څخه په مستقیم الوت سره جدې ته واریدیدلی شي.
د خبر لمبر: 3487485    خپرونې تاریخ : 2023/06/17

ایکنا-(تهران)  د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د سورئې له ولسمشر بشار اسد  سره  په جدې کې  دعربانو دسرمشریزې ترڅنګ لیده کاته وکړل.
د خبر لمبر: 3487366    خپرونې تاریخ : 2023/05/20

ایکنا-(تهران) د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه مسول محمد علی الحوثيووئيل،د عربی اتحادئې د مشرانو اعلامیې واقعیّت  نه دي روښانه کړی  او  دعربی  امت رهبری نه تائيدوي.
د خبر لمبر: 3487365    خپرونې تاریخ : 2023/05/20

ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لماڼځه خطیب ووئيل، شیطانانو د روحانیّت د اورګان ورانولو ته مخه کړې ده او په سوشل میډیا کې ځینی بې هنره د ددغه اورګان په خرابولو پسې دي روحانیت د استکبار پالو په سترګو کې ازغی او په مرئ کې هډوکی دی.
د خبر لمبر: 3487289    خپرونې تاریخ : 2023/05/05

ایکنا-(تهران) محمد علي الحوثي بشر دوستانه غوښتنې په خبرو کښې د یمن د خلکو لومړیتوب وباله او ویې ویل د صنعا حکومت هغو خبرو اترو او سلامشورو ته چې په انساني حوزه کښې د سعودي عربستان له عملي ګامونو سره یوځاې نشي هیڅ اهمیت نه ورکوي.
د خبر لمبر: 3487227    خپرونې تاریخ : 2023/04/22

ایکنا-(تهران)د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د نړۍ سیاسي بدلونونه ډیر چټک او په عین حال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو د جبهې د کمزورتیا په لړ کښې وبلل او ویې ویل له دغه فرصت څخه د استفادې لپاره بهرنی سیاست باید خپل تحرک ، نوښت او فعالیتونه زیات کړي.
د خبر لمبر: 3487139    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران) د دوبئ جایزې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په شپږمه شپه دافریقا دمختلفو هیوادونو څلور  او دانډونیشیا او یمن دوه سیالي کونکو خپلې وړتیاوې نندارې ته وړانډې کړې.
د خبر لمبر: 3487117    خپرونې تاریخ : 2023/04/01

ایکنا-(تهران)د یمن دصنعا جامع جومات په دغه هیواد کې نورو جوماتونو په نسبت فرق لري او دروازې ئې له سهار سباؤن راسې تر شپې پورې د لمونځ  او د قرآن دقرائت اود روزنیزو کلاسونو د ترسره کیدا لپاره خلاصې دي. دغه جومات په روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن د ختم لپآره په سړیو او شیخانو ترمینځ د سیالیو شاهد هم دی.
د خبر لمبر: 3487094    خپرونې تاریخ : 2023/03/27

ایکنا-(تهران)،د یمن د انصار الله  ولسي غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي  په یوې وینا کې د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې په خاطر  د اسلام نړۍد عالمانو دهوښیارتیا او ځیرتیا په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487035    خپرونې تاریخ : 2023/03/14

ایکنا-(تهران)د انصار الله ولسی غورځنګ مشر عبدالملک الحوثی سعودی تیری ګر ایتلاف ته خبرداری ورکړی چی سملاسی د یمن د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي او له هرې نیول شوی مځکې دې ووځی .
د خبر لمبر: 3486962    خپرونې تاریخ : 2023/02/27

ایکنا-(تهران)د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د یمن د اته کلن جنګ په اخري میاشتو کښې وویل دغه جنګ باید د خبرو اترو له لارې پاې ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3486774    خپرونې تاریخ : 2023/01/19

ایکنا-(تهران) د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د عربستان له مسئولانو سره موافقه کړې ده چې  یمن په دوو شمالي او جنوبی برخو ویشي.
د خبر لمبر: 3486735    خپرونې تاریخ : 2023/01/11

ایکنا-(تهران) د ملګروملتو سرمنشي  او د ایران خارجه وزیر په ټيلیفوني خبرو کې د یمن د اوربند د پړاؤ د ختمیدا  او د دغه هیواد  د وروستیو بدلونونو په باب سره بحث او دنظر تبادله کړې ده.
د خبر لمبر: 3486283    خپرونې تاریخ : 2022/10/03