ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي له الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خصوصي مرکې کې وویل د ویانا نړیواله ایټمي موافقه باید د ایران لپاره له تضمین سره یوځای وي.
د خبر لمبر: 3486245 خپرونې تاریخ : 2022/09/19
ایکنا-(تهران)د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو رهبر پاپ فرانسیس په لولړ څرګندونو کې لویدیځ د بشریّت ترټولو ستر قبرستان وبالهّ او وې وئيل، نن سبا لویدیځ کوم بیلګه نشی بلل کیدلی ځکه په غلطې لارې روان شوی دی.
د خبر لمبر: 3486230 خپرونې تاریخ : 2022/09/17
ایکنا-(تهران) دمصر د الازهر دفاعي ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،په لویدیځي رسندویو کې دمسلمانانو په ضد کرکیجنې خبرې اوپروپيګنډې په داسې حال کې زیاتې شوي دي، چې ددې کار په آسانولو کې ټولنیزو چینلونو پراختیاښکاره اغیزې شیندلي دي او ورباندې هیڅ ډول نظارت او حارنه نه کیږي.
د خبر لمبر: 3486224 خپرونې تاریخ : 2022/09/14
ایکنا-(تهران)هره ورځ کربلا ته څه دپاسه یو نیم میلیون زیارتوال ورځي چې دوی به د حسینی اربعین تروروستیو پورې دزړه له اخلاصه او په ورین تندي سره د تولو حسینی زیارتوالو کوربتوب کوي.
د خبر لمبر: 3486223 خپرونې تاریخ : 2022/09/14
ایکنا-(تهران)د ایران دپوځ لوي درستیز سردار محمدباقري په تهران کې د پاکستان د پوځ دهوائي ځواک له قوماندان جنرال ظهیر احمد سره په کتنې کې د ایران اوپاکستان اړیکې تل مخ په وده وبللي او روښانه یی کړه، ددواړو هیوادونو پوخي قوماندانانو د اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې ځانګړی رول درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3486171 خپرونې تاریخ : 2022/09/02
ایکنا-(تهران)د ایران د خارجه وزارت ویندوي ټينګار وکړ،دغه سپک اقدام یو فتنه ګر او کرکیجن اقدام دی او د درستو مسلمانانو ،موحدانو او پاک وجدان لرونکو او ددینونو ترمینځ دخبرواترو اوګډ ژوند باندې عقیده لرونکو له خوا په سخته محکوم دی.
د خبر لمبر: 3486078 خپرونې تاریخ : 2022/08/08
ایکنا-(تهران)د لویدیځي آسیا سیمې د چارو یو کارژپيژاند د ایران او عربستان ترمینځ دخبرو اترود سوئې د لوړتیا له امنیتی سوئې تر سیاسی سوئې پورې د لوړتیا لپاره د محمد بن سلمان دغوښتې د مختلفو دلیلونو په بیانولو سره ووئيل؛ داسې ښکاري هغه دې موضوع ته متوجه شوی دی چېکه له ایران سره یوه تعامل ته وارد نشي،نو باید له صهیونییسټي رژيم سره یوه تعامل ته وارد شي چې ډير زیات لګښتونه لري،نو ځکه د دواړو هیوادونوترمینځ دتاؤتریخوالي کمیدا ته هیله مند کیدلی شو.
د خبر لمبر: 3486034 خپرونې تاریخ : 2022/07/28
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز ووئیل،که دښمن په ذهن کې د ایران په ضد د یرغلونو یو وړونکی خیال هم ولري،نو ددوي له ذهنه به دغه شان خیالونه وباسي.
د خبر لمبر: 3486011 خپرونې تاریخ : 2022/07/21
ایکنا-(تهران)داسلامی انقلاب معظم لارښود د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ په زیاتیداپه ټينګار سره وفرمائيل؛د سورئې دمځکنۍ بشپړتیا ساتل ډيره مهم دی او د سورئې په شمال حمله به،په قطعي توګه د ترکیې ،سورئې او درستې سیمې په تاوان او د ترهه ګرو په ګټه وي .
د خبر لمبر: 3486003 خپرونې تاریخ : 2022/07/19
ایکنا-(تهران) دکیمپ ډیویډ دموافقې په اساس ، مصر ژمن شوی چې د تیران اوصنافیر ټاپوګان خالی کړي او په دغو ټاپوګانو کې د امریکا په قوماندانۍ سره د نړیوالو څارونکو ددیره کولو په باب دې د تل ابیب له غوښتې سره موافقه وکړي .
د خبر لمبر: 3485991 خپرونې تاریخ : 2022/07/16
ایکنا-(تهران) بناکي میوزیم ، د اسلامی هنر ټولګه ، د اسلامی نړۍ د ټولو برخو هغه ټول غوره او ارزښتمن شیان لري ، چې له هندوستان ،ایران ، بین النهرین،وړوکی آسیا، ، مینځنۍ آسیا ، عربستان، مصر،شمالی افریقا،سیسیل او آسپانیا څخه غونډ شوي.
د خبر لمبر: 3485990 خپرونې تاریخ : 2022/07/16
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ټينګار وکړ ،دمقاومت د چورلیز یوه ترټولو مهمه بریا ، د نوی مینځني ختیځ د جوړولو لپاره د امریکا د پلان له مینځه وړل او ناکامول دي .
د خبر لمبر: 3485983 خپرونې تاریخ : 2022/07/14
ایکنا-(تهران) دسعودي عربستان حکومت سږ کال په حج کې دلومړي ځل لپاره د مقدسه مشاعرو ترمینځ د حاجیانو د ځاي په ځاي کولو کې د آسانتیا په موخې سره د ؛برقي سکوټر؛په نامې سره له یوې وسیلې استفاده کړې ده .
د خبر لمبر: 3485973 خپرونې تاریخ : 2022/07/11
دبیت الله الحرام حاجیانو ته د مسلمانانو دولی امر پيغام
ایکنا-(تهران ) دمسلمانانو ولی امر د حج په مناسبت پخپل مهم پیغام کې وفرمائيل ؛ د مسلمانانو وحدت د حج له دوو اساسي ستنو یوه ستنه ده چې کله له ذکر او معنویت سره -چې د دغه راز او رمز لرونکې فریضې بله اساسي ستنه ده -یو ځای شي نو اسلامي امت د عزت او نېکمرغۍ اوج ته رسولی او هغه د «وَ لِلَّهِ العِزَّةُ وَ لِرَسولِهِ وَ لِلمُؤمِنين» مصداق ګرځولی شي. حج د دغه دوو سیاسي او معنوي عناصرو ترکیب دی: او د اسلام مقدس دین د سیاست او معنوی یوه برمناکه او عظیمه ګډوله ده.
د خبر لمبر: 3485967 خپرونې تاریخ : 2022/07/08
ایکنا-(تهران ) په تهران کې د انګلستان دسفیر مرستیال له خپلې کورنۍ سره دغې سیمې د سیّل په پلمه تللی ؤ ، خو په عین حال په دغې ممنوعه سیمې کې د خاورو د نمونو دغونډولو په وخت وپيژندل او ونیول شو .
د خبر لمبر: 3485965 خپرونې تاریخ : 2022/07/07
ایکنا- (تهران ) پاکستان د خارجه وزیر مرستیالې میرمن حنا رباني کر خبرداری ورکړی ، له اقتصادي نظره به د افغانستان منزوي کول او ورباندې بندیزونو لګول ددغه هیواد داقتصاد دځوړتیا سبب شي .
د خبر لمبر: 3485941 خپرونې تاریخ : 2022/06/30
ایکنا- (تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران د قضایه قوې له مشر او مسئولانو سره په کتنې کې په ټولنو کې د نه بدلیدونکو الهي سنتونو په بیانولوسره وفرمائيل د ۱۳۶۰لمریز کال د تراخو او لویو پيښو په وړاندې د اسلامی جمهوری نظام او د ایران د ملت حیرانونکي کامیابي او سرلوړي ، مقاومت ، هڅه او له دښمنانو نه ویریدل وو .
د خبر لمبر: 3485933 خپرونې تاریخ : 2022/06/28
ایکنا- (تهران ) دایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ډاګه کړه،هیله مند یوو ،له هر یو ه اروپا ئي هیواد سره په دوو اړخیزو اړیکو پسې او د خبرواترو په دوام کې او دغه راز له جوزف بورل سره مو ځيني موافقې کړي ،د مناسباتو د پراختیا او پرمختګ شاهد ووسو .
د خبر لمبر: 3485921 خپرونې تاریخ : 2022/06/25
ایکنا-(تهران ) د افغانستان په خوست او پکتیکاولایتونو کې مرګوني زلزلې په ډيرو زیاتو ځاني او مالی تاوانونو اړولو سره مرستندویه هڅې نه انکاریدونکي کړي دي . په عین حال کې یوازې درې هیوادونو ،یعني د ایران اسلامی جمهوریت ، قطر او پاکستان د افغانستان ولس لپاره خپلې مرستې لیږدولي دي .
د خبر لمبر: 3485919 خپرونې تاریخ : 2022/06/24
ایکنا-(تهران )د اسلامي انقلاب معظم لارښود د قباییلو د شهیدانو د کنګرې له چاروالوسره په کتنه کې چی د ۱۴۰۱ لمریزکال د غبرګولي په ۲۲ نیټه ترسره شوی ، نن سهار د چهار محال بختیاری ولایت په شهر کرد کې د دغې غونډې د ترسره کولو په ځای کې خپره شوه ، وفرمایل د دښمن پروګرام د ایمان او هیلې کمزوري کول او د مسولانو د کار نا بلدتیا او د بندون القا کول دي .
د خبر لمبر: 3485907 خپرونې تاریخ : 2022/06/21