د افغانستان طالبانو د افغانستان په باب د ملګروملتو غونډه ددغه هیواد د نماینده د نه شتون په دلیل بې نتیجې وبلله .
د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ پرون ناوخته د افغانستان په باب یوه غونډه جوړه کړه.د افغانستان به باب خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ملګرو ملتو په تیرو دوو کلونو کې په دغه نړیوال اورګان کې د افغانستان د نماینده په توګه دط البانو د استازي له منلو ډډه کړې ده . طالب چارواکي ،دافغانستان داستازي له شتون پرته ددغې غونډې په ترسره کیدا سخت اعتراضونه کړي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي، د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد په یولړ څرګندونو کې ووئیل،دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د افغانستان په باب هرډول بحث ، دافغانستان د استازي شتون ته اړتیا لري او له دغه استازي پرته دغه شان غونډې بې نتیجې وي.
هغه ووئيل، له افغانستان سره په اړونده غونډو او ټولنو کې ددغه هیواد داستازي شتون ډیرمهم دی او له ملګرو ملتو یو ځل بیا غواړي چې د افغانستان د دایمی نمایندګۍ څوکئ دې دطالبانو نماینده ته وسپاري.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو یوه مرستیال ویندوي بلال کریمي پرون د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ دغونډې له ترسره کیدا سره په یووخت،د افغانستان په ضد دبندیزونو دلغوه کولو غوښته کړې او وئيلي ئې دي ،تمه لرو څو په هغو غونډو کې چې د عمومی اسمبلۍ په څنډې کې ترسره کییږي، د افغانستان په ضد بندیزونه لغوه شي.