اروپا - پاڼه 2

IQNA

بچوې
پارس ټوډې –د کالیفورنیا د والي Gavin Newsom توندې او بې‌ساری څرګندونې د امریکا د رول په اړه په نړیواله بې‌ثباتۍ کې، یوازې یو ګوندي دریځ نه دی. هغه په څرګند ډول د Donald Trump د واکمنۍ انداز  د امریکا د نړیوال اعتبار د کمزورتیا او په نړیوال نظام کې د بې‌نظمۍ د پراخېدو نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3492463    خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا- د کینیډا د حکومت هغه اقدام چې له اسلامه دویرونې د پروسې د  اړوند چارو لپاره د ارزونې  د ځانګړي استازي فعالیت ئې لغوه کړ، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492441    خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي په یولړ  څرګندونو کې جوته کړې ده، چې له امریکا سره  ایټمي خبرې اترې په جمعې ورځې دعمان په پلازمینې مسقط کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3492406    خپرونې تاریخ : 2026/02/05

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې چې د شفافیت، مسؤلیت او حساب ورکولو د پالیسۍ پر بنسټ او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په امر جوړه شوې وه، د وروستیو پیښو د قربانیانو لیست د هیواد د عدلي طب لخوا چمتو شوي نومونه راټول او د مدني ثبت سازمان د سیسټم سره سمون سره خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492403    خپرونې تاریخ : 2026/02/03

د خبر لمبر: 3492386    خپرونې تاریخ : 2026/01/31

ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې، د اروپا ئي اتحادئې د بهرنیو چارو وزیرانو هغه پرېکړه په سختو ټکو وغندله چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو پر ضد ئې صادره کړې، او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو پر باعزته  او سرلوړي ځواک  د نوم  په تور لیسټ کې زیاتول ،د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3492384    خپرونې تاریخ : 2026/01/31

ایکنا - د یوې څېړنې د پایلو له مخې، متحده عربي امارات په اروپا کې له اسلام د ‌وېرې  د  خورونکي پروسې د پراخېدو په بهیر کې اساسي رول لوبوي.
د خبر لمبر: 3492383    خپرونې تاریخ : 2026/01/31

ایکنا  - د امریکا د اسلامي مرستو ادارې  (Islamic Relief USA) په یوه خیریه پروګرام کې د امریکا د کنټاکي ایالت د لکسینګټن ښار اړمنو اوسېدونکو ته  د خوړو  زرګونه پرسونه برابر کړي.
د خبر لمبر: 3492380    خپرونې تاریخ : 2026/01/29

ایکنا - د نبوي سیرت د پېژندنې نندارتون،د سلواغې له شپږمې، د شمالي مقدونیه په پلازمېنې اسکوپیه کې پرانیستل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492374    خپرونې تاریخ : 2026/01/28

ایکنا - د «پتمن مسلمان » نړیوالې موسیسې په اسلامي نړۍ کې د زده‌کړې د وضعیت د بیاکتنې او جدي ارزونې غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492373    خپرونې تاریخ : 2026/01/28

 ایکنا-  د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې خبرې اترې یوازې د  متقابل احترام  او له ګواښ پرته معنا پیداکوي ووئيل؛تر څو چې امریکادګواښ،زیات غوښتنې  او غیر منطقي موضوعګانو  لاس نه وي اخستی، رغنده خبرې اترې به هیڅ امکان ونه لري.
د خبر لمبر: 3492372    خپرونې تاریخ : 2026/01/28

ایکنا -  د ایران ډیپلماټیک او فوځي چارواکو د امریکا د ګواښونو په وړاندې د خبرداری په ورکولو سره، د مخنیوونکې تیارسئ او د دښمن د خوځښتونو د څار په ضرورت ټینګار کړي دي.
د خبر لمبر: 3492369    خپرونې تاریخ : 2026/01/27

ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او تلاوت لومړنۍ عمومي سیالۍ پرون په البانیا کې پیل شوې.
د خبر لمبر: 3492365    خپرونې تاریخ : 2026/01/27

ایکنا - د سکاټلنډ د ګلاسګو ښار شورا په رسمي ډول په کراس‌هېل  سیمې کې د یوه جومات او ټولنیز مرکز د پراختیا طرحه تصویب کړه.
د خبر لمبر: 3492363    خپرونې تاریخ : 2026/01/26

ایکنا - د مراکش د مکناس ښار به د «قرآن کریم تفسیر او مصنوعي ځیرکتیایا  آرټيفیشل اینټلیجنس»  په عنوان سره د دویم نړیوال علمي کنفرانس کوربه وي.
د خبر لمبر: 3492356    خپرونې تاریخ : 2026/01/25

ایکنا - د امریکا د فلوریډا ایالت د هیلزبرو سیمې څارنوالۍ  هغو درو کسانو پر ضد د تور د  دوسیې د پیلولو اعلان وکړ، چې په پوهنتون کې ئې د مسلمانانو د جماعت د لمانځه په وړاندې مزاحمت او خنډ جوړ  کړی و.
د خبر لمبر: 3492339    خپرونې تاریخ : 2026/01/21

ایکنا –په فارانسېدکې د بشري حقونو ادارو د مسلمانو ټولنو پر ضد د دباؤ او توپیر د زیاتېدونکي بهیر په اړه خبرداری ورکړي.
د خبر لمبر: 3492335    خپرونې تاریخ : 2026/01/20

ایکنا - د انګلستان د بیرمنګهم ښار په امام رضا (ع) اسلامي مرکز  یو شمېر بلواګرو چې د انګلستان،صهیونیسټي رژيم او پهلوي رژیم بیرغونه ئې پورته کړي وو،یرغل کړی.
د خبر لمبر: 3492328    خپرونې تاریخ : 2026/01/19

ایکنا - یوه اروپا ئي شنونکي او تکړه لیکوال سټانیسلاو باچف اعتراف کړی چې متحده ایالات سوکه سوکه د ټولنیزې  دړې وړې کیدا له ستونزې سره مخ دی.
د خبر لمبر: 3492326    خپرونې تاریخ : 2026/01/18

ایکنا - زمونږ خبریال د ایکنا له قوله راپورراکړ ، امریکايي سناتور مارک وارنر په فرورۍ په میاشت کې، د روژې له پیل څخه مخکې، په خپلو پام وړ څرګندونو کې په لوېدیځ کې د مسلمانانو او عربانو پر وړاندې د توپیر او تاوتریخوالي د څپې پر وړاندې د درېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492314    خپرونې تاریخ : 2026/01/14