ایکنا- د امریکا زیاتره خپرونو او ورځپاڼو د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د ولسمشر د ؛بریا» ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او لیکلي ئې دي چې ددغه جنګ په تر ټولو ښه حالت کې نتیجه انډولیزه ښکاري، خو حتی په همدې مساوي حالت کې هم تهران د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم په نسبت ډېر بریالی عمل کړی دی.البته ډيری کارپوهان او شناندي دغه انډولیزه نتیجه د ټرمپ او د هغه د ټيم ناکامي ګڼي،بلکې دغې ناکامئ نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې په منځني ختیځ او اروپا کې هم د امریکا د متحدینو لپاره منفي پایلې لرلې دي.
14:53 , 2026 May 20