IQNA

د پاکستان د وحدت مسلمین ځایی مشر علامه ناصر عباس په لاهور کې ترور کړی شو

9:08 - December 18, 2013
د خبر لمبر: 1343983
نړیواله ډله: د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند لوړ رتبه غړی او د تحریک نفاذ فقه جعفریه یو مشر علامه ناصر عباس په لاهور کې ترور کړی شو.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له د عراق له اطلاع رسولو مرکز عراق القانون یې نقلوی چې د پاکستان د لاهور ښار پولیسو  وویل په علامه ناصر عباس  پرون د لاهور ښار په وحدت روډ کې نامعلومو کسانو ډزې وکړې او هغه یې وواژه.


 


د پولیسو مقاماتو زیاته کړه چې د پاکستان د شیعیانو دغه مشر په لاهور کې د عزادارۍ په مراسمو کې له ګډونه وروسته له حملې سره مخامخ شو . 


 


تر اوسه کوم کس یا ډلې دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.


 


له دغه اقدامه وروسته د پاکستان مجلس وحدت مسلمین او تحریک نفاذ فقه جعفریه  په  هیواد کې د درې ورځو ویر اعلان کړی دی.


 


 د مجلس وحدت مسلمین جنرل سیکرټری علامه راجه ناصر عباس جعفری د دغه حملې په غندلو سره  له حکومته غوښتی چې د هغه  قاتلان زر تر زره ونیسی.


 


دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې مخکې  د سند صوبې  په کراچۍ ښار کې د مجلس وحدت مسلمین  مرستیال مشر علامه دیدار علی جلبلانی ترور شوی و.


 


د پاکستان سیاسی شخصیتونه د شیعه شخصیتونو وژله په پاکستان کې د شیعه سنی فساداتو د جوړولو لپاره  د اسلام د دښمنانو توطئه ګڼی.


 


1343466

captcha