IQNA

د عبدالله عزام ترهګرې او تکفیری ډلې مشر الماجد مړی، عربستان ته وسپارل شو

9:19 - January 12, 2014
د خبر لمبر: 1353610
نړیواله ډله: د لبنان د پوځ قومندانۍ بیګا شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ: د سعودی ترهګر ماجد الماجد مړی د لبنان د قضایی ادارې په موافقې سره له طبی معاینو وروسته پرون مازیګر په بیروت کښې د عربستان سفارتخانې ته سپارل شو

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له خبری چینل المیادین یې نقلوی چې د دغه رپورټ له مخې، د دغه سعودی ترهګر مړی په سختو امنیتی تدابیرو سره د بیروت (رفیق حریری) نومی هوایی ډګر ته منتقل شو څو له هغه ځایه عربستان ته ولیږل شی.


په بیروت کښې د عربستان سفارت له لبنانی چارواکو غوښتی وو چې د ماجد الماجد مړی دوی ته وسپاری.


د لبنان څارنوال سمیر حمود وایی: د هغوی قانونی یا پوسټ مارټم کونکو ډاکټرانو وړومبنی رپورټونه چې د ماجد الماجد د مړی معاینه یې کړې ده، ښودنه کوی چې ماجد د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.


دا په داسې حال کښې دی چې زیاتره څارونکو او کارپوهانو د ماجد الماجد مړینه شکمنه بللې ده.


1353082
captcha