IQNA

د ایران خلکو نړیوالو ته اعلان وکړ چې د ایران د اسلامی انقلاب دوام جشن لمانځی

19:56 - February 14, 2014
د خبر لمبر: 1374856
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب، د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په کلیزه کې د سلواغې د۲۲مې په لاریونونو کې د ټول ایران د خلکو حماسی او ولولناک شتون، د انقلاب پر اصولو ټینګار وباله.

 

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د تهران د جمعې لمانځه خطیب، حجت اسلام والمسلمین((کاظم صدیقی)) د  ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۳۵مې کلیزې د مراسمو په لاریونونو کې د ټول ایران د خلکو د حماسی او دښمن ماتونکی ګډونه په قدرونې سره زیاته کړه چې د ایران خلکو نړیوالو ته اعلان وکړ چې د ایران د اسلامی انقلاب دوام جشن لمانځی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب، وویل چې د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر، حضرت امام خمینی رحمه الله علیها پر اسلام ولاړ نظام بنسټ کیښود او د هغو مسوولیت یې پخپله خلکو ته وسپاره.
ښاغلی حجت اسلام والمسلمین صدیقی د فرانسې او روسیې په شمول په نړۍ کې مختلفو انقلابونو رامینځ ته کیدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په لویدیځ کې رامنځ ته شوی انقلابونه سوکه سوکه له ډګره ووتل او د هغوی شعارونه او ځانګړنې بدلې شوې ، خو د ایران خلک د ۳۵ کالو په تیرېدو سره، د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په کلیزه کې، د دین او بشریت دښمنانو ته خپل یووالی او اقدار وړاندې کړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ددې په بیانولو سره چې ځینو ګمان کړی  چې پرمختګ له خپلواکۍ سره تړاو نه لری، زیاته یې کړه چې په اټومی، علمی او نانو ټکنالورژۍ په برخه کې د ا یران دملت ستر پرمختګ وښودله چې مقاومت د بریالتوب رمز دی او له پردیو سره اړیکه د ستونزو حل لار نه ده.
حجت الاسلام والمسلمین صدیقی همدارنګه ددې معنا توهم چې د ایران ملت د بندیزونو له امله خبرو اترو ته مخه کړې، رد کړ او ویې ویل چې د ایران ملت به د اقتصادی ستونزو له امله، له خپلو اصولو او عقایدو په شا نه شی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب، پردې په ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت، د خبرو اترو اصل منی، ټینګار یې وکړ چې پر لویدیځ پورې د پیلو ځینو کسانو فضا جوړونو او د ځینو ډډکه کولو، دښمن تېر ایستلی، خو د ایران خلکو د سلواغې د ۲۲مې په لاریونونو کې ورته ځواب ورکړ
1374845

captcha