IQNA

د مصر مفتی:

ترهګرو خپل تاوتریخوالی توجیه کولو لپاره د قرآن ۵۰ آیتونه تحریف کړی

22:06 - November 22, 2014
د خبر لمبر: 1476072
نړیواله ډله: د مصر مفتی اعظم شوقی علام، اعلان کړی: ترهګرو د دې لپاره چې خپل تاوتریخجن عمل ته شرعی جامه واچوې د قرآن ۵۰ آیتونو غلط تفسیر یی کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع نه په نقل، د مصر مفتی شوقی علام په دغه اعلان کښې څرګنده کړی: ترهګرو خپل کرکجن عمل توجیه کولو لپاره ۵۰ آیتونو غلط تفسیر کوی.

هغه تېره ورځ د مصر د ځوانانو وزارت په یوه غونډه کښې ځوانانو سره لید کښې ؤ ویل: د ترهګری خوځښتونه په خپل فهم کښې په دین عمل کول سخت کار جوړ کړی.

شوقی علام څرګنده کړه: قرآن او د نبی سنت دوه بنسټیزه اصل دی او په هغې کښې غور کول باید د پوهاندو عالمانو توجه او تفسیر سره وشی او دا د روزنې لوی اړخونه لری چې د دین عالمانو له اړخه منتقل کېږی او هم دا تاثیرات د عقایدو سبب جوړېږی  او هسې خو نه دی ویلې چې د عالمانو سره ناسته د یو کال مطالعه نه زیاته ګټه لری.

د مصر مفتی اعظم د غلامی مسئله ته اشاره وکړه او ټینګار یی وکړو:  د ښکلې دین اسلام ړومبنی ورځو کښې د غلام ساتلو مسئله د هغه وخت د جامعه د جوړښت حصه وه.

هغه زیاته کړه: د اسلام دین دی لپاره چې د جامعه مخنیوی ؤ نه کړی او آداب او کلتور سره یی مخامخ نشی، او انسانان ورورو د غلامګی نه آزاد کړی، او هغوی یی د نورو انسانانو او ښاریانو سره یوشان او د هغوی غوندی معرفی کړی او ټولنیز فرق له منځه ورک کړی.

شوقی اعلان ؤ ویل: په دین کښې غلو او زیاتی کول د په زور زیاتی په دین باندې په خلکو عمل کول د حقیقی اسلام ښودنی نه دی.

هغه زیاته کړه: دا رنګه زور زیاتی د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په وخت کښې هم وو، خو هغوی هیڅ کله د هغې مرسته ؤ نه کړه، ځکه چې د اسلام په نظر کښې هر انسان د خپل ژوند نه د لذت اخیستلو حق لری.

شوقی ؤ ویل: دا هر څه او هر اصول یو هدف تر لاسه کولو لپاره دی، او هغه هدف د انسان په دنیا او آخرت کښې ګټه تر لاسه کول دی، او په حقیقت کښې دا ګټه انسان صحیح دین منولو سره ترلاسه کولی شی.

http://iqna.ir/fa/News/1474090

captcha