IQNA

د دښمنان اپوټه تبليغات د قران او عترت په خلاف نوې مكر دی

11:30 - March 01, 2009
د خبر لمبر: 1749877
د افتخاری خبريالو ډله/ مهدی نيكبخت: شُبهې اچول او اپوټه تبليغات كول، د دښمنانو يو نوې چل دی چې د قران او اهلبيتو په خلاف یې په كاروی چې ځوانان له دې دواړو ليرې وساتی.
د ايران د افتخاری خبريالو د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د حوزې له مركزه یې نقوی، حجت‌الاسلام والمسلمين «حسين انصاريان» د ايران د بيلا بيلو مذهبی غونډو تر مينځ وويل چې نبايد په ماتم كښې يوازې ژړا او نوحې وويل شی بلكې بايد داسې پاخه ملايان پكښې ويناوې وكړی چې ستاسو ماشومان او راتلونكې نسل د دښمنانو له شره خوندی پاتې شی.
هغه دې ته په اشارې چې نن سبا په هر يو كور كښې اينټرنیټ او سپوږميز چينلونه لږيدلی دی لكه د بهايت 2000 سائټونه د اهلبيتو(ع) په خلاف كار كوی خو له بلې خوا زمونږ مشران له ښو عالمانو ډېره كمه ګټه اوچته وی نو د ځوانانو په ذهنونو كښې داسې پوښتنې بې ځوابه پاتې كیږی چې ورسره یې ټول ژوند خرابیږی.
هغه زياته كړه چې بايد دې خبرې ته پام لرنه وشی چې نن د مشهد او قم اسلامی حوزوو ډير داسې تكړه عالمان تربيت كړی دی چې ترې په هر ميدان كښې ګټه اخستې شی.
هغه د ټی وی او ریډيو په دې هلكه ډېره مننه وكړه چې د ښو كسانو ويناوې خپروی او زياته یې كړه چې نن په ايران كښې او په بهرنی هيوادونو كښې ډېر خلك د اهلبيتو(ع) د دې معارف او حقائقو تږی دی.
370472
captcha