د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د محيط اطلاع رسونې د مركز په حوالې سره رپوټ وكړ اوغلو وويل د صهيونيسټ رژيم د ټيلی ويژن د ١٠ چينل لخوا د خدای د ګران رسول (ص) په شان كښې بې شرمانه ګستاخی د حضرت عيسی (ع) او بی بی مريم (س) په شان كښې د دغه چينل لخوا له سپكاوی نه پس ترسره شوه او دې مسئلې د اسرئيلو نسل پرسته څيره نړيوالو ته څرګنده كړه.
اوغلو همدا رنګ د صهيونسټ رژيم لخوا دا اقدام د دينونو ترمينځ د فتنې اچولو په هدف سره وبالۀ
د صهيونيسټ رژيم د ټيلی ويژن ١٠ چينل څه وختونه مخكښې په يو ګستاخانه اقدام كښې د حضرت عيسی او حضرت بی بی مريم سلام الله عليهما سپكاوی وكړ او له دې نه څو ورځې پس یې د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) سپكاوی هم وكړ. د صهيونيسټ رژيم دغه اقدام د مختلفو ډلو لخوا له غبرګونو سره مخامخ شو.
370970