IQNA

د فلسطينی ډلو تر مينځه له خبرو اترو د «اوغلو» خوشالۍ

9:20 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750900
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس ستر سيكتر ښاغلی «اكمل‌الدين احسان اوغلو» د مصر په پلازمينه قاهره كې د فلسطينی ډلو تر مينځ د خبرو اترو په پيل كې د خوشالۍ څرګندونه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې OCI یې نقلوی احسان اوغلو د فلسطينی ډلو تر مينځ د سولی راوستلو لپاره د مصر كوششونو درناوې وكړ او هيله من شو چې د دې ناستی (جرګې) تر سره كيدل د فلسطينی ډلو ملی اتحاد ته يو لوی قدم دی.
هغه زياته كړه چې د فلسطينی ډلو تر مينځ خبرې فلسطينيانو ته دا موقع وركوی چې خپل انسانی او بنيادی حقوق دې په لاس راوړی او يو بيل هيواد د قدس شريف په پلازمينې سره جوړ كړی.
د اسلامی كانفرنس ستر سيكتر ښاغلی «اكمل‌الدين احسان اوغلو» له ټولو فلسطينی ډلو په قاهرې ناستی كې د ګډون بلنه وكړه او وې ويل: فلسطينيان بايد په دې اجلاس كې ګډون وكړی او چې څومره زر كيدای شی د يو بيل او مستقل حكومت جوړولو لپاره خپل اختلافات دې هير كړی. او اسرائيل رژيم سره مبارزه وكړی.
371578
captcha