د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د جمهوری اسلامی افغانستان په ګزارش، دا پروګرام د مزار شريف په «ماكوپولو» ښار كښې د عالمنانو، تاجرانو او حكومتی مشرانو په ګډون سره ترسره شو.
په دې پروګرام كښې حجت الاسلام «رفيعی» له ټولو هغه كسانو مننه وكړه چې د دې پروګرام په ترسره كولو كښې لاس لره او دا پروګرام یې جوړ كړې و.
هغه ټينګار وكړ چې بايد له حضرت اميرالمؤنين په ژونده سبق واخلو او همدارنګ د خير خیګړې په بيله توګه د داسې ځوانانو چې وس نه لری په واده كولو كښې يو بل سره مرسته وكړو او د دې ثواب یې له ټولو زيات وګاڼه.
د دې پروګرام له جوړوونكيو څخه يو مشر «عباس ابراهيم زاده» د دې پروګرام په هكله وويل: د دې پروګرام لومړۍ برخه نن ترسره شوه او انشاء الله په راتلونكی اسلامی اخترونو كښې به نو هم داسې پروګرامونه ترسره كیږی.
381649