IQNA

په ٢٠٠٩ ميلادی كال كښې بيروت د كتابونو نړيواله پلازمينه وګرځيده

9:07 - April 22, 2009
د خبر لمبر: 1768272
كلتوری او ټولنيزه ډله: ملګرو ملتونو په كلتوری ډګر كښې د دينونو تر مينځ د تسامح او سالم ژوند تيرونې لپاره د لبنان هڅې ته په پام د دې هيواد «بيروت» ښار په ٢٠٠٩ كال كښې د كتابونو نړيواله پلازمينه وټاكله.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان څانګې په ګزارش، ملګرو ملتونو د يوې اعلامیې په صادر كولو سره اعلان وكړ: د نامه بيروت ته د هغه د كلتوری كار او د دينونو ترمينځ مسالمت او صلحې لپاره د هڅې په بدل كښې وركړې شوې ده.

په همدې مناسبت په بيروت كښې يو لوی جش د غوی په مياشت كښې د دې ښار د مشر «عبدالمنعم العريس» او د لبنان د اولس مشر «عماد ميشل سليمان» په ګډون سره د يونسكو په ځای كښې ترسره كیږی.
391839
captcha