د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا....سيد احمد خاتمی نن د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې په امريكې كې د باراك اوباما د ولسمشرۍ د څه د پاسه سلو ورځو پورا كيدا ته په اشارې سره ووئيل په دغې مودې كې باراك اوباما نه يوازې په داخلی زمينې كې د اقتصادی شخړې د كنټرولولو لپاره كوم او څاره برياليتوب ترلاسه نه كړائ شو بلكې په بهرنی ګر كې هم د سپينې ماڼۍ په سياستونو كې كوم بدلون نه دی ليدل شوی.
ايت ا....سيد احمد خاتمی زياته كړه ، د فلسطين په موضوع كې هم د امريكا د هماغو مخكينيو ولسمشرانو سياستونه تكراریږی او له ترهه ګر اسرائيلو څخه د امريكا ملاتړ د دغه هيواد په بهرنی سياست كې د بې ننګۍ داغ دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا....سيد احمد خاتمی د دې خبرې په كولو سره چې امريكائی عسكر د امنيت د ټينګولو په پلمه عراق ته ورغلی دی ووئيل، امريكا د بعثيانو بيا واك ته په رسولو پسې ده او په عراق كې ترهه ګری د امريكا په اشارې سره كیږی.
د جمعې لمانځه خطيب د دې خبرې په يادولو سره چې د نړيوالو قوانينو په اساس هغه هيواد امنيت چې نيول كیږی د نيواكګرو په غاړه وی زياته كړه، امريكا بايد د ۲۰۱۱ كال تر وروستيو پورې له عراقه ووځی خو وروستی ترهه ګر عمليات داسې سريزه ده چې نيواكګر غواړی د عراق پر چارواكو خپل شتون وتپی.
هغه دغه راز د دې خبرې په كولو سره چې د ايران په وړاندې هم د امريكا دریځ بدل شوی نه دی ووئيل په دغې موضوع كې مو باراك اوباما د جارج بش پر پلهّ پښه كیږدی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا....سيد احمد خاتمی دغه راز د ايران په ضد د بنديزونو د سختولو په باب د امريكا د نوی خارجه وزيرې وروستيو خبرو ته په اشارې سره د امريكا واكوالانو ته په خطاب سره ووئيل، په دغه ډول سياستونو سره څرنګه د خبرو اترو نغارې غږوئ، دا دوه مخی سياست دی او تاسو له ايران سره په خبرو اترو پسې نه ياست او د ايران د چورتالان او لوټولو خيالی خوب وينئ خو دغه هيله به له ځان سره قبر ته يوسئ .
دا په دا سې حال كې دی چې د تهران د جمعې لمانځه په لسګونو زره ګډون كونكو مړه دې وی امريكا او مړ دې وی اسرائيل په شعارونو سره د ايت ا... احمد خاتمی امريكائی ضد څرګندونو پر ملاتړ ټينګار وكړ.
397688