د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی ،د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد بیګا په دمشق كې له فلسطينيو ډلو سره په كتنه كې په دی په ټينګار سره چې صهيونست رژيم او د دغه رژيم ملاتړې په نسكوريدو دی وويل اسلامی هيوادونه بايد په درست توان او بيلا بيلو امكاناتو په كارولو سره د فلسطين له ملت او مقاومت څخه ملاتړ وكړی.
ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د صهيونست رژيم بنسټ ایښودونكې د فلسطين د مسئلې د حل لپاره ښه مينځګړې نه شی كيدلای.
هغه زياته كړه د صهيونست رژيم او د صهيونستانو د ملاتړو منطقو په نړۍ كې ماتی خوړلی ده او كه څوك له دغه رژيم څخه منطق غواړی ضرور به ماتی وخوری.
د فلسطينيو ډلو استازو هم په دغه كتنه كې ټينګار وكړ د صهيونست رژيم او امريكا په وړاندې د متحدی جبهی برابرول اړين دی .
د فلسطينيو ډلو استازو د فلسطين د بې ګناه ملت په وړاندې د اسلامی ايران د ملاتړ او دریځ قدرونه وكړه او ویې ويل د صهيونست رژيم او د دغه رژيم د ملاتړو د هويت ښكاره كول او د مقاومت د پياوړتيا ساتل په صهيونستانو د بريا لارې چاری دی.
400542