د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې له «The National» ورځپاڼې یې نقلوی، د عربستان د «المجد» چينل مشر «فهد الشيممری» و غويی د مياشتې په ٢١ نیټه دې خبرې ته پام د عربی رسندويو په اتم سمينار كښې په دوبۍ كښې وويل: د سپوزميزو چينلو زياتيدل او له هغې غلط پروګرامونه د اسلام په نامه خپريدل او همدارنګ بې ځايه فتواګانې وركول د اسلام لپاره يوه لويه خطره ده.
دې مسلمان عالم وويل: اوس سپوږميز چينلونه دومره زيات شوی دی چې هر څوك تلی شی او له ځانه پكښې د اسلام په نامه غلطه فتوا وركولی شی په داسې حال كښې چې دغه مفتيان د فتوا وركولو شرطونه نه لری.
هغه زياته كړه: د عربو هغه چينلې چې له هغې غلطې فتواګانې صادریږی او زياتې پكښې كیږی او د اسلام په نامه خرافات او غلطې وړاندې وينې كوی، بايد دا چينلې دې د نظارت لاندې راشی او د دې د دا رنګ كارونو د مخنيوې لپاره دې قانونه جوړ شی.
403881