IQNA

د دې نظام مشران بايد تل په اسلام او اسلامی ارزښتونو فخر وكړی

15:45 - May 25, 2009
د خبر لمبر: 1782595
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په اسلامی ملتونو كښې دايران دملت عزت او عظمت او دهيواد ستر علمی او ټيكنالوژی پرمختګونه دشهيدانو دوينې پامته داره وبلل .
حضرت ايت الله خامنه نن سهار دعرتمنو شهيدانو دكورنيو په ټول كښې چې دوه يا تر دوو ډير شهيدان یې
یې داسلام او انقلاب په لاره كښې وركړی دی وفرمايل دايران ملت ځان تر قيامته پورې دشهيدانو او دهغوې دكورنيو پوروړی ګنی .
حضرت ايت الله خامنه ای ټينګار وكړدشهيدانو دكورنيو سرشيندنه ، پياوړی ايمان او كلكه اراده دومرې داسلامی نظام بنسټونه پياوړی كړی دی چې هیڅ توفان په دغوو بنسټونو كښې دخلل درامينځته كولو قدرت نه لری .
داسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز دخرمشهر دازادۍ دكليزې دلمانځلو په ترڅ كښې دغه ستره پیښه اسلام ته دپاې بندۍ او دايمان نتيجه وبلله او زياته یې كړه داسلامی نظام دبقا او پايدارۍ اصلی عامل اسلام دی او دغه نظام هماغه ډول چې په اسلام سره رامينځته شو با اسلام سره به ژوندی وی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په دوام كښې په اسلام دامام خمينی ره دهميشنی ټينګار په ا ستناد سره جوته كړه دايران ټول ملت او دغه راز داسلامی نظام مسولان بايد تل په اسلامی ارزښتونو او اسلام وياړ وكړی ځكه چې دايران دملت مقاومت او اقتدار داسلامی ايمان په بركت وو او دی .
410315
captcha