د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له راصد خبری چينله یې نقلوی، د شيعو د نيولو په لړ كښې د عربستان امنيتی مقاماتو «شيخ علی بن حسين العمار» د غويی د مياشتې په 28 نیټه په دې الزام ونيوۀ چې هغه له شيعو د ماتم خانې جوړولو لپاره چنده جمع كوی.
دا عالم د عربستان د احساء د والی په حكم لس ورځې په زندان كښې و او د دې خبرو په هكله یې ترې پوښتنه كوله چې خپل مذهبی پروګرامونه ولی ترسره كوی.
همدارنګ د عربستان امنتی مقاماتو په تير كال كښې په احساء ښار كښې د شيعو «الفاطميه» امام بارګاه او د ښځو مدرسه بنده كړه چې د «شيخ علی بن حسين العمار» د نظر لاندې چليده.
دا نيول د هغې نيولو ادامه ده چې د احساء د والی بدر بن جلوی په حكم تر اوسه په سنلګونو شيعه ښاريان نيولی شوی دی او په لسګونو مدرسې بندې شوی دی
412767