IQNA

د اسلامی انقلاب ستر مشر په زا هدان كې د ترهه ګرې خونړۍ پیښې په اړه د تسليت پيغام وركړ.

8:44 - May 30, 2009
د خبر لمبر: 1784627
د اسلامی انقلاب ستر مشر په زا هدان كې په ترهه ګرې خونړۍ پیښې پسې په تسليت پيغام كې ،دمسلمانانو تر منځ د ورو وژنې او دفتنې درامنځته كولو لپاره د ځينو لاسوهونكو قدرتونو او دهغوی د جاسوسی ادارو دسياسی طراحانو دسيسو ته په اشارې سره ، د ايران دخلكو پر هوښيارۍ ، دملی اواسلامی يووالی په ساتلو سره د دښمنانو دسيسو ته د مسولانو په بشپړ پام او تعقيبونې ټينګار وكړ.

دحضرت آ يت ا... العظمی خامنه ای دتسليت دپيغام ځينې برخې داسې دی :
په زا هدان كې ترهه ګره خونړۍ پیښه چې د اهل بيت دنبوت س د يو شمير ارادتمندانو د شهادت او ژوبليدو شب شوه،ځما د ډيرې خواشنۍ او اندیښنې سبب شوه.
پر هغو مومنو خلكو تيری چې د خدای دعبادت او اهل بيت ع ته د ارا دت لپاره دخدا ی كور كې سره راټول شوی وو،داسې ستر جنايت دی چې خدای به یې عملين ونه بښی
كه څه هم ممكنه ده عوامل یې د عصبانيت او جهالت له كبله دغه كار كړی وی خو شك نشو كولی چې د ځينو لاسوهونكو قدرتونو او دهغوی د جاسوسی ادارو د سياسی طراحانو لاسونه هم ددې خونړۍ پیښې د قربانيانو په وينو ككړ دی .
دسيمې په هيوادونو او ايران كې د مسلمانانو ترمنځ د وروروژنې او فتنې او ګډوډۍ رامنځته كول،داسلامی ا يران د دښمنانو دتل لپاره يو هدف دی او يواځې د خلكو په هوښيارۍ او د مسولينو په هڅو او تعقيبونوسره ددې سياسی رزالت او خيانت لاره بندولی شو.
هغوی په دغه پيغام كې د زاهدان او دنورو ولايتونو له خلكو وغوښتل چې اسلامی يووالی وساتی او داهل سنتو عالمانو او ژمنو كسانو ته یې ، له داسې مفسدانو د بيزارۍ او ورسره د پركنده دریځونو دغوره كولو بلنه و ركړه چې د له اهل سنتو ددفاع په نامه داسې جنايتونه كوی .
په پيغام كې راغلی،مسولين او امنيتی ا و سياسی مسولين بايد په هوښيارۍ او جديت سره د ټولو مسلمانانو امنيت تامين كړی او ددغه جنايت عوامل هم عدالت ته وسپاری .
هغوی په پای كې ويرجنو كورنيو ته تسليت وويل، او دشهيدانو لپاره یې سترې درجې او ژوبلو ته یې هم له پاك خدايه عاجله شفاع و غوښتله.
دملګرو ملتونو عمومی منشی بان كی مون هم پرون په يوې بيانیې كې دغه ترهه پیښه وغندله.

412983
captcha