د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی انګلستان هم زوړ استعمار وباله او ویې ويل ايرانيانو له خيانت ، مكر او ، چل ول پرته له انګلستان څخه بل څه نه دی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د مطبوعاتو له آزادۍ او بشری حقوقو د دفاع په باب د لويدیځو هيوادونو ادعاګانې په ملتونو د زور اچولو لپاره اوزار وباله او د جرمنی په ډرسیډن ښار كې یې مصرۍ ميرمنې مروه الشربينی د شهادت د خبری بايكاټ يادونه وكړه او ویې ويل د دی په مقابل كې كله چی څوك په پلان سره بلواګر وژنی نو د مكر اوښكې تويوی چې دا د بشری حقوقو د مدعيانو د نه توجيه وړ تناقض دی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی په دوام كې د ولسمشرۍ په ټاكنوكې دايران د ملت ولوله ناكه ګډون د اسلامی نظام لپاره ټول پوښتنه وبلله او ويی ويل درست څلویښت مليونه خلكو چې په انتخاباتو كښې یې ګډون كړی ؤ اسلامی انقلاب ته وفاداره دی .
احمد خاتمی همدغه راز د ايران د ولسمشرۍ له ټاكنو وروسته پیښې بيان كړی او ویې ويل دښمنانو د ولايت فقيصه د اصل ، له استكبار سره د دښمنۍ ، وحدت ، د هيواد د آمنيت ، ، د اسلامی نظام د واكمنۍ د اقتدار او په اسلامی نظام د خلكو اعتماد خپل هدف وګرځاوه خو هیڅكله اسلامی نظام ته ګوزار نه شی كولای .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب ولايت فقيه د اسلامی نظام ستره پانګه وبلله او ویې ويل د اسلامی انقلاب د معظم لارښود لاره او تدبير د امام خمينی (رح) تدبير او لاره ده .
438044