د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ ستر مقام هم دغه راز ټولو رسنيو، سياسی فعالانو او مسئولانو ته سپارښتنه وكړه چې له غير اصولی او وړو اختلافاتو ډډه وكړی.
هغوی وفرمايل نن سبا د خلكو د بيلا بيلو پرګنو تر مينځ د شك، اختلاف او بد بينۍ د رامينځته كولو لپاره د دښمن له نرم جنګ سره مقابله د هيواد اصلی لومړيتوب دی او له دغه يرغل سره د مقابلې تر ټولو مهمه لاره د بصيرت پياوړتيا، د بسيجی روحيی ساتل، راتلونكې ته بشپړه هيله او د سمو لارو په تشخيص كښې ځيرتيا ده.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د نرم جنګ په بيانولو كښې وفرمايل دښمن په نرم جنګ كښې هڅه كوی د پرمختللو ارتباطی او كلتوری اوزارونو، د پروپیګنډو او د آوزارو په خپرولو او له ځينو پلمو په استفادی سره د خلكو تر مينځ اختلاف، بدبينۍ او شك پيدا كړی.
د رهبرۍ سترمقام د ولسمشرۍ له ټاكنو وروسته پیښې د دغه رودې يوه بيلګه وبلله او ډاګينه یې كړه په دغو پیښو كښې یې د انتخاباتو په پلمه اختلاف او شك رامينځته كړ چې د خلكو تر مينځ، او پر مسئولانو د خلكو په زړونو كښې كركه پيدا كړی او په دغه ډول ګډو وډو حالاتو كښې مغرض، خاين او لاسپوڅی عناصر د ورانكاريو لپاره ډګر ته راځی. خو د خلكو د هوښيارۍ له آمله نتيجی ته ونه رسيدل.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د خلكو ټولی پرګنې او بيلا بيل سياسی بهيرونه ټول له يوه بل سره متحد د هغو ګوته په شمير كسانو په وړاندې ودریږی چې د انقلاب او خپلواكۍ له اصل سره مخالفت كوی او موخه یې امريكا او استكبار ته د هيواد سپارل دی.
500581