IQNA

د اردن په پلازمينې كې د بيت المقدس د حـمايت نومې فيسټيوال تر سره شو

20:44 - December 04, 2009
د خبر لمبر: 1857086
د هنر او كلتوری ډلهك د اردن د زميدارانو او انجنيئرانو په كوششونوسره د تيرې ميلادی مياشتې په ديرشمې نیټی د دې هيواد په پلامينې امان كې د سوداګرانو په انجمن په ستر هال كې د بيت المقدس حمايت نومې فسټيوال تر سره شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اردن ورځ پاڼی الدستور یې نقلوی چې په دې فيسټيوال كې فنون الطيفه او انځوری نندارتون، مشاعره او د مقابلو ترسره كول هم شامل دی.
دې فيسټيوال كې ګډون كوونكو ويناوالو په خپلو ويناوو كې د مسلمانانو په نزد قدس شريف او د الاقصی جومات اهميت او احكام او مقام په هكله خبرې وكړې او له مسلمانانو او عربو هيوادونو یې غوښتنه وكړه چې د اسراييلو حكومت زياتی او سپكاوی نه د الاقصی جومات ژغورلو لپاره دې جدی قدمونو واخستل شی.
همدارنګ د دې فيسټيوال ويناوالو له مسلمانانو هم غوښتنه وكړه چې هغوی د فلسطينی مجاهدينو هر اړخيز ملاتړ وكړی.
502893
captcha