IQNA

د سپين د اسلامی انجمنونو د اتحادیې عامه ناسته ترسره شوه

7:49 - January 07, 2010
د خبر لمبر: 1869803
نړيواله ډله: د سپين د اسلامی انجمنونو عامه ناسته (Ucide) د سه شنبې په ورځ د مرغومی د مياشتې په پينځلسمه نیټه په مادریډ كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ucideیې نقلوی، په دې ناسته كښې چې د سپين د بيلا بيلو ښارونو د اسلامی انجمنونو د نمايندګانو په ګډون سره ترسره شوه، ګډون كوونكيو پكښې د دينی مدرسو او جماتونو د امامانو د زده كړې د كلاسونو په هكله وړانديزونه وړاندې كړل.
همدارنګ په دې ناسته كښې د سپين د اسلامی انجمنونو په 2010 ميلادی كال كښې په لومړيو دريو مياشتو كښې پروګرامونه او كارونه وڅیړل شول.
د يادونې ده چې د زده كړې دا دوره د ايسسكو د اسلامی كلتور او علمونو د زده كړې د سازمان په مرسته د مرغومی د مياشتې له 21 تر 25 نیټې د سپين په پلازمينه مادریډ ښار كښې ترسره كیږی.
519541
captcha