د ايران د قرانی خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس براثا یې نقلوی په دې سيمينار كې ګډون كوونكو د سعودی عرب د تيروتی وهابی مفتی محمد العريفی لخوا د ايت الله سيستانی پر ضد د سپكاوی بيان په سختو ټكو سره وغندل او په كربلا كې د امام حسين عليه السلام د څلویښتی د پروګرامونو په هكله یې هم خبرې اترې وكړی
د عراق د واسط ولايت د شيعه ؤ د وقف ادارې د مشر سلاكار ښاغلی "صبيح نظيف العيساوی" "السومريه " خبری اژانس سره خبرو اترو كې په دې هكله وويل د عزدارې د دې انجمنو په كوششونو سره تر سره شوی دې كليز سيمينار كې په عراق كې د مختلفو پروګرامونو او د مختلفو فرقو دينی شخصيتونو هم ګډون وكړ.
هغه زياته كړه چې دا سيمينار د سعودی مفتی العريفی د اوسنی بياناتو د محكوميدا لپاره يو ولسی ټؤل هم دی ځكه چې د عراق ټولو فرقو او دينونو دغه سپكاوی غندلی دی.
524677