IQNA

د بنګلاديش لومړی وزيرې د دې هيواد عالمان د اسلامی اصولو حفاظت ته وبلل

20:54 - January 29, 2010
د خبر لمبر: 1879449
نړيواله ډله: د بنګلاديش لومړی وزيرې «شيخ حسينه واجد» د جمعې په ورځ د سلواغی د مياشتې په نهمه نیټه په خپلې وينا كښې مسلمانان عالمان د اسلامی اصولو حفاظت ته وبلل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له thedailystar یې نقلوی، د بنګلاديش لومړی وزير او عوامی لیګ (Awami League) ګوند مشر «شيخ حسينه واجد» د دې هيواد له عالمانو وغوښتل چې د دې لپاره چې د اسلامی اصولو په هكله چې د ځينو كسانو په ذهنونو كښې كومې شبهې راغلی دی هغې ته په پام سره دې اسلامی اصولو ته پام لرنه وشی او د خلكو له ذهنونو دې دا شبهې لرې كړې شی.
«شيخ حسينه» چې د داكا ښار د نوی جمات بيت المكرم د افتتاح په پروګرام كښې یې خبرې كولی همدارنګ له عالمانو وغوښتل چې افراطګرايی سره دې مقابله وكړی او هغه اسلام دې خلكو ته وړاندې نه كړی چې افراطی وی.
531171
captcha