IQNA

ايت ا... كاشانی : د ايران له پرمختګونو سره مخالفت د دښمنانود رسوایۍ سبب كیږی ‏

16:33 - April 02, 2010
د خبر لمبر: 1901352
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سوله ايز ایټمی پروګرام پشمول د ايران له ‏حقه پرمختګونو سره د دښمنانو مخالفت له تير وخته زيات د هغوی د رسوائۍ سبب وباله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ‏ايت ا... كاشانی پخپلونننيو خطبو كې ووئيل داسلامی انقلاب معظم لارښود اود ايران نورو ‏مسئولانو په ځلونو ټينګار كړی دی چې د ايران ایټمی فعاليتونه بشپړ سو له ايز دی او ايران ‏هیڅكله د ایټمی وسلو په جوړولو پسې نه دی او په دغې خبرې پخپله لويدیځ هيوادونه هم ‏ښه پوهیږی ، خو د حقيقت په اپوټه په ادعاګانو سره د ايران په پرمختګ كې دخنډ دجوړولو ‏لپاره هڅه كوی . ‏
هغه د ايران د ولسمشرۍ وروستيو انتخاباتو ته په اشارې سره وويل دغه انتخابات د رايو ‏صندقونو ته د څلویښت ميليونی ولس په شتون سره او حتی د ځينو ناكراريو پشمول له ‏انتخباتووروسته پیښې په تيره بيا د سلواغې په ۲۲ نیټې د اسلامی انقلاب د بری په كليزې ‏كې لسګونه ميليونی اوولولناك لاريون دا ټول د خداوندمتعال له خوا يو رحمت ؤ .‏
د تهران دجمعې لمانځه خطيب همداراز د عراق وروستيو پارليمانی انتخباتو ته په اشارې ‏سره وويل دښمنان نه غواړی ملتونه خپل برخليك پخپل لاس كې واخلی ، خو د ايران ‏اسلامی جمهوريت باوری دی چې په هر ځای كې په تيره بيا د عراق پشمول په ګاونډيو ‏هيوادونو كې ولسونه د پرديو په لارښونو د تلو په ځای خپل برخليك پخپلو لاسونو كې ‏واخلی .‏
د تهران دجمعې لمانځه خطيب په پای كې د زيات همت او ډير كار په نامه د سږ كال يعنی د ‏‏۱۳۸۹ لمريز كال نومولو ته په اشارې سره وويل بايد دا په ټولو زمينو كې دمثبت شخصی ‏او ټولنيز بدلون سبب شی . ‏
‏556456‏
captcha