IQNA

ايت الله خامنه ای: اسلام، كارګر او مزدور مجاهد فی سبيل الله ګڼی ‏ ‏ ‏ ‏ ‏

19:52 - April 28, 2010
د خبر لمبر: 1914452
سياسی او ټولنيزه ډله: داسلامی انقلاب معظم لارښود د تاريخی وروسته پاتې والی جبرانول د هيواد د ډيرو ‏وړتياؤ د فعالولو لپاره بیړنی خوځښت او دوه برابره همت ته اړين وبلل.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت آ... العظمی سيد علی خامنه ای نن د ‏كارګر د نړيوالې ورځې په درشل كې د درست ايران د زرګونو كارګرانو په ټول كې د دكارګرانو دپرګنې په ‏باب داسلام دليدتوګې په بيانولو سره وفرمائيل ،دهغې مادی ليدتوګې په اپوټه چې كارګر يوازې يو اوزار ګڼی ‏، اسلام كارګر يو مجاهد فی سبيل ا... ګڼی او د هغه كارا و زيار ته هم ډير ارزښت ركوی او د الهی انعام وړ ‏ئې ګڼی .‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښودد اسلام د ليدتوګې په چوكاټ كې د كارګر مقام او شان ساتل ډير مهم وبلل او ‏روښانه ئې كړه د كارګرانو پرګنې د اسلامی انقلاب له لومړيو راهسې تر اووسه پورې داسې ښه امتحان ‏وركړی دی چې د سپیڅلی دفاع پړاؤ ئې يوازې يو مثال دی .‏
دوی دغه راز د اسلامی نظام په ضد دسياسی دباؤ داړم په توګه د كارګرانو له پرګنې او د هغوی له موضوع ‏څخه د ناوړه استفادې لپاره داسلامی انقلاب له لومړيو ددښمنانو هڅې ته په اشارې سره ووئيل دا موضوع له ‏تيرو ديرشو كلونوراهسې داسلامی نظام د دښمنانو په ايجنډا كې ده ، خو كارګرې پرګنې له ديرشو كلونو ‏راهسې دغه پلانونه ناكام كړی دی ‏
داسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی نظام او كارګر ترمينځ په زړه پورې ارتباط د نظام د ايمان د پياوړی ‏اساس له كبله وباله او زياته ئې كړه ، په همدې اساس به د توليدلپاره دتوليدونكو او كارګر په چورليزتوب سره ‏د هيواد مجموعی خوځښت په وړاندې لاړ شی او بد غواړی به پكې هیڅ خار پار وانه چوی‏
‏570529
captcha