IQNA

په بهرين كښې كښې د اسلامی شريعت نهم سمينار ترسره شو

0:05 - May 29, 2010
د خبر لمبر: 1930034
نړيواله ډله: د اسلامی شريقت نهم سمينار د غبرګولى د مياشتې په 6 او 5 نیټه په دې هدف چې د بهرين په اسلامی مالی صنعت په مخپرتګ او د اسلامی مالی صنعت سره تړلی مسلې په كښې وڅیړل شی دا سمينار ترسره شو.
د ايرن د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «AMEInfo» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار چې د اسلامی مالی مؤسساتو د حسابرسۍ د سازمان او د بحرين د مركزی بانګ په مرسته ترسره شو، پكښې د اسلامی شريعت لويو پوهانو او د بحرين د اسلامی مالی مؤسساتو د حسابرسۍ د سازمان غړو وينا وكړه.
شيخ «ابراهيم بن خليفه آل خليفه» د بحرين د مسكن وزير اود حسابرسۍ د امناو د ډلې مشر په خپلې وينا كښې وويل: دا سمينار د اسلامی اقتصاد د اساسی اصولو د څیړلو او له دې اصولو د ګټې اخستلو لپاره يوه ښه پوهه په لاس وركوی.
چې دا څیړنې او پوهې د اسلامی مالی مؤسسو د مخپرتګ سبب كیږی.
586998
captcha