IQNA

د تركیۍ د دينی ښوئنځيو د قرآن د قرائت د مقابلو وروستۍ مرحله تر سره كيدونكی ده.

18:17 - June 03, 2010
د خبر لمبر: 1933933
بين المللی ډله:د تركیۍ د امام خاطب د دينی مدرسو د زده كونكو د قرآن د قرئت د ځانګړو مقابلو وروستۍ مرحله د روان كال د غبرګومی د مياشتی په شپاړلسمه د اتوار په ورځ په ساكاريا(Sakarya)» پوهنتون كښی تر سره كیږی
د internethaber له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د مقابلو دا دوره به د ساكاريا ولايت د ملی ښوونی د مشر «مراد يازئجئ(Murat Yazıcı)»، د ساكاريا ولايت د ملی ښوونی د څانګو د مشر «ظفر لونت سويهان(Zafer Levent Soyhan)»، د امام خاطب ښوونځی د «آداپازاری آناتولی(Adapazarı Anadolu)» د څانګی د مشر «قادر گزر(Kadir Gezer)»، او د تركیۍ د الهياتو د كالجونو د يو شمير استاذانو په شتون سره تر سره شی.
د تركیۍ د يوولسو سيمو غوره كسان به د اتوار په ورځ ١١ بجی د ساكاريا پوهنتون د كانفرنسونو په هال كښی راغونډیږی او مقابلی به شورو كوی. د تركیۍ د بيلا بيلو سيمو له دغو ١١ غوره قاريانو څخه به دری كسان د اول نه تر دريم نمبر په توګه وټاكل شی.
590573
captcha