د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له البشير اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا قرانی مقابلې چې نامه یې " قران ولوله او اوچت شه" ده په دې غرض چې د لويدیځ مسلمانان قرانی چارو ته تشويق كړی ترسره كیږی.
په دې مقابلې كښې ګډون كوونكی د لسو كالو ماشومان د قران د يو سپارې د حفظ، له لسو تر شپاړسو كالو له يو تر دريو سپارو حفظ او له شپاړسو كالو زيات كسان د 10، 15، 20 او 30 سپارو حفظ كښې ګډون كوی.
د دې مقابلې ګټونكيو ته به د لندن په مركزی جومات كښې د تلی د مياشتې په 18 نیټه هغه 60 زره ډالره چې اعلان یې شوی دی وركول كیږی.
608111