IQNA

د زاهدان د ترهه ګرې حملې اصلی هدف،د شيعه او سنی مسلمانانو ترمنځ د تفرقې رامنځته كول دی

21:35 - July 23, 2010
د خبر لمبر: 1960749
سياسی ډله: تهران د جمعې لمانځه خطيب ،امريكا او انګلستان د زاهدان د ترهه ګرې حملې اصلی عوامل وبلل.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا.... احمد جنتی نن د جمعې لمانځه په خطبو كې د زاهدان ترهه ګرو حملو ته په اشارې سره وويل، د دغه جنايت د اصلی عواملو په توګه د امريكا او انګلستان هدف، د شيعيه او سنی مسلمانانو ترمينځ د تفرقې رامنځته كول دی.
هغه په دې په ټنیګار سره چې د اسلامی انقلاب دښمنان ، د اسلامی ټولنې يووالی هدف ګرځولی، د دغو دسيسو په مقابل كې د ټولو مسلمانانو د هوښيارۍ غوښتنه وكړه او جوته یې كړه، اسلامی ايران به اجازه ورنكړی چې دښمنان خپلو سپيرو هدفونو ته ورسیږی.
د ويلو ده چې د زاهدان د يوه جومات په مخ كې په ترهه ګرې حملې كې ۲۷ تنه شهيدان او نږدې ۳۰۰ نور هم ژوبل شول .
آيت ا... جنتی د ايران په لور د الوتكو او كشتيو د پلټنې په اړه د لويدیځو هيوادونو د ګواښ په اړه هم خبرداری وركړ، چې اسلامی ايران به په دې اړه متقابل عمل وكړی
619837
captcha