IQNA

د ملايشيا بادشاه: قرانی مقابلو سره په اسلامی نړۍ كې اتحاد او يووالې زياتیږی

22:00 - July 30, 2010
د خبر لمبر: 1963977
نړيواله ډله: د قران پاك د نړيوالو مقابلو د افتتاح په وخت د ملايشيا بادشاه ښاغلی ميزان زين العابدين ويلی دی چې قرانی مقابلو تر سره كولو سره په اسلامی نړۍ كې ورورولۍ او يووالی ته پراختيا ملاویږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ملايشيا بادشاه د قران پاك د دوه پنځوسمې مقابلو په افتتاحې درستو كې وويل چې مونږ ته پكار دی چې مونږ بايد په قران پاك پوهـ شو او بيا په هغه باندې عمل وكړو ځكه چې دا يوه تلی او دايمې معجزه ده او د قران پاك مقابلو تر سره كولو سره په اسلامی امت تر مينځ يووالی زیې درستو كې وويل چې مونږ ته پكار دی چې مونږ بايد په قران پاك پوهـ شو او بيا په هغه باندې عمل وكړو ځكه چې دا يوه تلی او دايمې معجزه ده او د قران پاك مقابلو تر سره كولو سره په اسلامی امت تر مينځ يووالی زياتیږی
هغه زياته كړه چې اوس په ټولې نړۍ كې مسلمانان د روحی او جسمانی تكليفونو سره مخامخ دی او د مسلمانانو غلط مخ وړاندې كیږی اسلامی نړۍ ته پكار دی چې هغو يو شی او د ستونزو مقابله وكړی.
د ملايشيا بادشاه ښاغلی زين العابدين وويل چې مسلمانانو ته پكار دی چې هغو قران پاك خپل ځانونو لپاره اسوه او بيلګه وټاكی
په پای هغه وويل چې د رسول الله سنت نه د عبرت په اخستو مونږ بايد يو او متحد شوو
622250
captcha